د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د نیولو حکم شوی


د پاکستان په کراچۍ کې د بد عنوانۍ یو عدالت د پاکستان د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او د تجارت د پخواني وزیر مخدوم امین فهیم د نیولو حکم کړی دی.


د چارشنبې په ورځ د یاد عدالت قاضي محمد عظیم د جون په شپږمه نیټه ددغو کسانو په محکمه کې د حاضرولو حکم کړی دی .

پخوانی لمړی وزیر یوسف رضا ګیلاني او مخدوم امین فهیم په تېر حکومت کې په مهمو حکومتي څوکیو پاتی شوي دي او ددې دواړو تعلق د حزب اختلاف تر ټولو لوي ګوند پیپلز پارټۍ سره دی

په یادو دواړو کسانو د پلټنې مرکزي ادارې یا ایف ایي ای لخوا د اداري فساد او بدعنواني مقدمه لیکل شوې ، چې اوریدنه یې د کراچۍ د انسداد بدعنواني په یو عدالت کې روانه ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG