د لاسرسي ځای

تازه خبر

څوک به د پاکستان ډموکراټيک سیسټم ژغوري؟


د ډان ورځپاڼې د ليکنې په پيل کې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د يوې مطبوعاتي ادارې د کار په اړه د راپورته شويو اعتراضونو او په دې هېواد کې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د شويو احتجاجي مظاهرو يادونه شوې ده.

د ډان ورځپاڼې د ليکنې په پيل کې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د يوې مطبوعاتي ادارې د کار په اړه د راپورته شويو اعتراضونو او په دې هېواد کې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د شويو احتجاجي مظاهرو يادونه شوې ده.


په ليکنه کې د پاکستان مسلم لیګ »پي ايم ايل (کيو) « پارټۍ د مشر هغه خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، د پاکستان د موجوده حکومت ورځې د شمار پاتې دي.

ليکنه دغه راز زياتوي چې پيپلز ګوند هم، د يوه مشر لخوا يې په دې ويلو سره چې دوی د موجوده حکومت نه، بلکې په هېواد کې د جمهوري نظام دفاع کولو ته ژمن دي، د نواز شريف له حکومت سره د کلکې ملګرتيا له خپلې خبرې واوښتو.

د پاکستان منتخب حکومت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنې تر هغه وروسته زياتې شوې کله چې په مرکزي حکومت کې وزير عبدالقادر بلوچ په خپلو خبرو کې د دغو خطرونو پخلی وکړ. نوموړي د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف ملګري د حکومت پر ضد د دوسيو جوړلو لپاره ملامته کړل.

ليکنه کاږي، په پاکستان کې له لسيزو راهيسې سياستوالو، د سياسي علومو طالب علمانو او پوهه وګړو پر دې خبره ټينګار کړی چې د هېواد سياسي او منتخب حکومتونه بايد پرېښودل شي چې خپلې حکومتي دورې پوره کړي.

په پاکستان کې د منتخب حکومتونو په پرله پسې توګه راپرځول د دې سبب شوي چې په دغه هېواد کې جمهوري اقدار وده و نه مومي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې له يوه جمهوري حکومت څخه بل هغه ته د اقتدار د انتقال يوه کال پوره شوی، د سياسي ګوندونو لخوا پر يوه او بل د تورونو لګولو لوبه پيل شوې ده.

ليکنه زياتوي، پاکستاني سياسي ګوندونو له خپلو هغو سترو تېروتنو، چې تر دا مينځ يې دښمنۍ پاللې او اکثره وخت يې له غير سياسي عناصرو د مرستو تر لاسه کولو هڅې کړي، سبق اخيستی.

په ليکنه کې د چارټر آف ډيموکريسي په نوم د يوه سند يادونه شوې چې وايي، د پيپلز ګوند او پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرانو په هېواد کې د جمهوري نظام پياوړي کولو لپاره لاس ليک کړی و.

خو د ليکنې تر مخه، نن داسې ښکاري چې د پاکستان سياسي ګوندونو د غير جمهوري قوتونو په لاسو کې د نه لوبېدو خپله کړې ژمنه هېره کړې وي.

په ليکنه کې پوښتنه شوې چې په پاکستان کې به د جمهوري نظام دفاع څوک کوي؟
په ځواب کې يې ويل شوي چې، دغه کار مدني ټولنه په يوازې ځان نه شي کولی. دغه راز د هېواد جمهوري ادارې هم دومره مظبوطې نه دي چې دغه پېټی اوچت کړي. د سياسي او جهموري نظام د دفاع ټوله زمه واري په حکومت کې د شاملو سياستوالو ده چې د هېواد خلکو ته ورسي او د هغو ملاتړ تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG