د لاسرسي ځای

په خوست کې د پولیسو د اطفايې مرکز له پاره د تاسیساتو ودانیز کارونه، چې یو کال مخکې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د انجینري ګروپ له خوا د ازادۍ مینې په سیمه کې پیل شوی وو، د نهه نوي نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او د پنجشنبې ورځې ناوخته ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.

په خوست کې د پولیسو د اطفايې مرکز له پاره د تاسیساتو ودانیز کارونه، چې یو کال مخکې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د انجینري ګروپ له خوا د ازادۍ مینې په سیمه کې پیل شوی وو، د نهه نوي نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او د پنجشنبې ورځې ناوخته ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.


په خوست کې چې د افغانستان د نورو سیمو په شان ډیری کورونه، پخۍ ودانۍ او نور شخصي او حکومتي تاسیسات معیاري نه دي جوړ شوي، کله نا کله په کې مخکې د اورلګیدونو پيښې رامنځته شوي، چې په کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړیدلي او حتا د ښار ځني برخې سوځیدلي او د خلکو مال او شتمني له منځه تللې ده، خو د مجهزو وسایلو او مرکزونو د نه شتون له کبله د پولیسو نو نورو ادارو له خوا د دا ډول پیښو مخه نه ده نیول شوې.

همدې اړتیاوو ته په کتو د خوست امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د انجینري ګروپ په مالي لګښت په خوست کې د اطفايې مرکز جوړ شو.

نوموړی مرکز اوسمهال د مجهزو تاسیساتو سربیره څلور عرادې لوی د اوروژنې موټر او په وسایلو سمبال پرسونل هم لري، چې کولای شي، په بیړنیو واقعاتو کې د پیښو ځایونو ته ځان ورسوي او د ډېر مالي او ځاني زیان مخه ونیسي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د اطفايې د تاسیساتو د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل:

((دا هغه پروژه ده چې موږ يې یو کال مخکې د بنسټ ډبره کېښوده، پنځه نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی، دا تعمیر د اطفايې د ټولو تاسیساتو او امکاناتو څخه برخمن دی، ۹۵ عشاریه څلور میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت شوی، نیکبختي دا ده چې دا ځمکه پخوا د غاصبینو له خوا لاندې شوې وه، چې دادی د غصب څخه تر خلاصیدو وروسته په کې ښوونځي، جوماتونه، ودانۍ سړکونه او نور څه جوړ شول.))

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د یادو تاسیساتو جوړول مهم وبلل او ویې ویل، چې د ښار په نورو سیمو کې هم باید د اطفايې ځني واړه مرکزونه جوړشي:

((دا ښه موقعیت لري او یو اساسي مرکز دی، د ښار په یو داسې موقعیت کې دی، چې هر لوري ته ورځنې رسیده ګي کیدلای شي، البته په نورو سیمو او د ښار په نورو نقطو کې هم د اطفایې یونیټونو ته ضرورت شته، انشاالله په اینده کې له د ولایت مقام په پروژو کې په تفصیلي پلان کې شاملیږي.))

د مدني ټولنې فعال عبدالولي واحدزي وویل، چې د اوروژنې د دې ستر مرکز په جوړولو سره به د زرګونو خلکو ژوند او مال د اورلګیدنې د ځنو بیړنیو پیښو د ګواښ څخه ژغورل شوی وي:

((د داسو تاسیساتو جوړول البته د خوست ولایت په شان سیمو کې چې یو سرحدي ولایت دی او زیات شمېر مارکیټونه او د استوګنې کورونه د ښار په دننه کې وجود لري، چې دا به د ناوړه واقعاتو په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي، چې هغه د زرګونه او لکونو خلکو د ژوند له پاره خطر وي او دا به انشاالله د خلکو ژوند ته نجات ورکوي.))

د یادونې وړ ده، د ښاروالۍ ریاست او یو شمېر نورو امنیتي ادارو د مکررو او پرله پسې غوښتنو با وجود هم تر اوسه د خوست د سونګ، غازو او تیلو په پمونو ډیری مارکیټونو، ښوونځيو، روغتیايي مرکزونو او د خلکو د راټولیدلو ځایونو کې د اوروژنې وسایل نشته او ګواښ يې پر ځای پاتې دی.
XS
SM
MD
LG