د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایا اېنجلو: د بې اوازه خلکو غږ او د غلامۍ پر وړاندې د مبارزې علامت


ډاکتره مایا اېنجلو وايي، ((مینه ټول زخمونه او ټپونه جوړوي. بس مینه. مینه د هر درد دوا ده.))

ډاکتره مایا اېنجلو وايي، ((مینه ټول زخمونه او ټپونه جوړوي. بس مینه. مینه د هر درد دوا ده.))


مایا اېنجلو شاعره وه، لیکواله وه، د بشري او ښځو د حقونو فعاله وه، اداکاره وه، خبریاله وه او د پوهنتون استاده هم وه.

نوموړې په هغو وختونو کې په امریکا کې زېږېدلې وه چې تور پوستي په ټولنه کې له توپیرپالنې سره مخامخ ول. د نورو په څېر مایا هم د خپل جلد د رنګ او د خپلو افریقايي ریښو له وجې له توپیر پالنې سره مخامخ شوه او دې ته اړ شوه چې د توکمپالنې او توپیرپالنې پر وړاندې ټول عمر مبارزه وکړي.

په خپل یوه کتاب کې هم مایا همدا پوښتنه کوي چې دا ولې تور پوستې پیدا شوې ده؟

((زه په سپین هېواد کې توره څنګه پیدا شوم؟ په هغې ټولنه کې زه غریبه ولې پیدا شوم چې پکې ټول له دولت سره مینه لري او په هر قیمت یې تر لاسه کول غواړي...))

مایا اېنجلو له وړوکتوب راهیسې له کتابونو سره مینه لرله او ډېره پراخه مطالعه یې کړې وه. نوموړې د خپل ژوند اووه کیسې لیکلې وې. په هغو کې یو کتاب تر دوو کلونو په امریکا کې د تر ټولو زیاتو خرڅېدونکو کتابونو په کتار کې وو. د دې کتاب عنوان وو: ((زه خبره یم چې په پنجرې کې مارغان سندرې ولې وايي.))

دا کتاب د هغې د ژوند د تیارو وختونو انځورګري کوي او ښيي چې د غلامۍ او توپيرپالنې ژوند څومره له سختیو ډک وي. خو پر هر ډول مشکلاتو او کړاوونو سربېره مایا اېنجلو خپل کار ته دوام ورکړ او په لیکنو کې یې ځای پر ځای د ښه راتلونکې د هیلو څرک لیدل کېږي:

((په نړۍ کې هر کس یوه شپه ضرور خپل کټ ته له وېرې سره یا له درد سره یا له یوه لوی تاوان سره او یا هم له مایوسۍ سره تللی دی او ویده شوی دی. خو بیا هم، په موږ کې هر کس [سهار] بیا بیدارېږي، راجګېږي.))

مایا اېنجلو د لوړو زده کړو په ښوونځي کې وه چې زوی یې پیدا شو او مېړه پرېښوده. تر هغې وروسته نوموړې په رستوران کې کار وکړ، نڅا یې وکړه، په بس کې کنډکټره یا کلېنډره شوه، په سټېج ډرامو کې یې کار وکړ او هره دنده یې تر سره کړه چې خپل زوی ته ښه ژوند ورکړي.

مایا ته د نړۍ او امریکا پوهنتونونو له ۵۰ زیاتې اعزازي ډیګریانې ورکړې وې او هغې په فرانسوۍ، هسپانیوۍ، اېټالیوۍ او عربي ژبو روانې خبرې کولې.
مینه ټول زخمونه او ټپونه جوړوي. بس مینه. مینه د هر درد دوا ده.
مایا اېنجلو
مایا ته په ۲۰۱۱ز کال کې امریکايي ولسمشر باراک اوباما د امریکا ستر ملکي مېډال ورکړ او نوموړې په ۱۹۹۳ز کال کې د هغه وخت د نوي ولسمشر بل کلېنټن د لوړې په مراسمو کې وینا وکړه.

مایا د اووه کلونو وه چې ناسکه پلار یې ورباندې جنسي تېری وکړ. دې دا خبره خپلې مور ته وکړه. د شکایت په نتیجه کې د مایا ناسکه پلار ووژل شو.

مایا وايي، دې فکر وکړ چې د دې غږ، د دې اواز د دې ناسکه پلار وواژه. د مایا په خبره، تر هغې وروسته دې تر پینځو کلونو هېڅ خبرې ونکړې.

خو د باراک اوباما په وینا، د هغې پر خبرو نه کولو سربېره هم د مایا غږ د امریکا د بې وزله او بې اوازه خلکو غږ شو او د خپل کار په ذریعه یې د نسلونو خدمت وکړ.

مایا د مې پر ۲۸مه د ۸۶ کلونو په عمر کې مړه شوه، خو د هغې هنر به ژوندی وي او د هغې له کتابونو به په ډېرو وطنونو کې ځپل شوي، ځورول شوي، بې وزله، بې اوازه او ناهیلي خلک د ژوند، هیلو او رڼا درس اخلي.

مایا وايي، هر څومره چې یې خلک په بد نوم یاده کړي، دا به بیا راپاڅي، بیا به راجګېږي:

((کېدای شي چې ته مې په تاریخ کې
له خپلو تراخو او پېچلو درواغو سره په بد نوم یاده کړې
کېدای شي ته مې په کثافت او ګندګۍ کې ولړې
خو بیا به هم لکه ګرد
زه راپاڅم

ته کولای شې چې ما په خپلو الفاظو او خبرو ووژنې
ته کولای شې چې ما په درواغو غوڅه کړې
ته کولای شې چې ما له خپلې کرکې سره ووژنې
خو بیا هم لکه ژوند
زه به راپاڅم
زه راجګېږم.....))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG