د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف کې درزونه نور پراخ شول


د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د هغه د کابینې د صحت پخوانی وزیر شوکت یوسفزی
د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د هغه د کابینې د صحت پخوانی وزیر شوکت یوسفزی

په خېبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ د غړو ترمنځ اختلاف لا زیات شوی دی.


د یاد ګوند د دیارلسو غړیو ډله چې پکې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر امتیاز شاهد هم شامل دی پرون«چارشنبه» د خپل حکومت خلاف د احتجاج په توګه د صوبايي اسمبلۍ له غونډې بهر وووت.

په تحریک انصاف کې د جوړې شوې دې ډلې « فاروډ بلاک» مشر غړي قربان خان د اسمبلۍ له غونډې تر بهر وتو وړاندې اسمبلۍ ته وویل چې د امتیاز شاهد او د هغه د ورور خلاف جوړه شوې ناجایزه مقدمه دې په زغرده ختمه کړل شي.

نوموړي ویلي که غوښتنې یې ترسره نه شوې نو ممکنه ده چې د راتلونکې بجټ په غونډه کې هم ګډون ونکړي.

په دې احتجاجي بهر وتو «واک اوټ» کې له امتیاز شاهد سره مخالف ګوندونو هم ګډون وکړو. پر دغه موقع سپیکر اسد قیصر د دغه مقدمې د پلټنې لپاره د یوې کمیټۍ اعلان وکړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG