د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور دې جنګ نه کوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکايي پوځیانو د ایستلو په هکله د ولسمشر اوباما د پلان له اعلانېدو وروسته په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه پای ته ورسوي.


ولسمشر کرزي، چې د واک موده یې په ختمېدو ده، وویل چې نور د جګړې د دوام دلیل نشته.
اوباما د نهې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۶ (دوه زره شپاړسم) کال تر پایه به له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

ولسمشر کرزي پرون خپر شوي یوه خبرپاڼه کې ویل شوي امریکا اعلان کړی چې د خپلو جنګي پوځیانو شمېر به کم کړي او صفر ته به یې ورسوي. د افغانستان ولسمشر پر وسله والو مخالفانو ږغ کوي چې له دې موقعې نه په ګټه پورته کولو سره دې جګړه پای ته ورسوي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د چارشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودلو په اړه د امریکا پلان وغانده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG