د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پنځه هندوان ماشومان تښتول شوي


د بلوچستان له بلوڅ مېشتې ډېره اله یار سیمې څخه د چارشنبې په غرمه پنځه هندوان ماشومان هغه مهال تښتوول شوي چې له مکتب څخه کور ته په لاره ول. تښتوونکو درې ماشومانې نجونې د سندهـ په رتو ډېرو سیمه کې پرې ايښې او دوه ماشومان هلکان يې له ځان سره وړي دي. خدای نو رناصر له کوټې پرې تفصیل راکوي.

د بلوچستان له بلوڅ مېشتې ډېره اله یار سیمې څخه د چارشنبې په غرمه پنځه هندوان ماشومان هغه مهال تښتوول شوي چې له مکتب څخه کور ته په لاره ول.


تښتوونکو درې ماشومانې نجونې د سندهـ په رتو ډېرو سیمه کې پرې ايښې او دوه ماشومان هلکان يې له ځان سره وړي دي. خدای نو رناصر له کوټې پرې تفصیل راکوي.


د ډېره الله یار سیمې د امنيتي چارواکو په خبره له دغه ښار څخه پنځه هندوان ماشومان تښتوول شوي چې عمرونه يې د پنځو او لسو کلونو په منځ کې دي. د سیمې ډپټي کميشنر سید ظفرعلي شاه وايي، پنځه واړه ماشومان د چارشنبې په غرمه هغه مهال نامالومه وسله والو وتښتوول چې له مکتب څخه په يوه رکشه کې د کور پر لور روان وو.

په تښوول شويو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان دي، چې تښتوونکو بیا وروسته د سندهـ صوبې په رتو ډېرو سیمه کې درې نجونې خوشې کړې او دوه هلکان يې ځان سره وړي دي. د ډېره اله یار ډپټي کمشنر سید ظفرعلي شاه

((تښتوونکو خپله دا درې تښتوول شوې ماشومانې په رتو ډېرو کې پرې ايښې او دوه هلکان يې پسې وړي دي. د رتو ډېرو خلکو چې دا ماشوماني لیدلي، چې درې لاوارثه ماشومې په يو ځای له ډېره وخته ناستې دي. او څوک ورسره نشته. نو دوي بیا له دې نجونو پوښتنه کړې، يوه بل ځای ته يې ټيلي فونونه کړي، او اخر يې دلته حال راکړ او خبر يې کړو)).

د ظفرعلي شاه په خبره په ټولو شاوخوا سیمو کې يې پلټنې پېل کړې او د سندهـ صوبې له لوړپوړو چارواکو سره يې تماس نیولی، او ډېر ژر به پاتې دوه ماشومان هم راخوشي کړي. علي شاه زیاتوي، هغه رکشه چلوونکی چې دا ماشومان به يې هره ورځ مکتب ته وړل، هغه له همدې تښتوونکو سره ملګری دی.

(( هغه رکشه چلوونکی په دې کې ککړ دی. او هغه له پرونه راهیسې ورک دی. د هغه دوه وروڼه موږ نیولي دي، او په ده پسې مو هم پلټنې روانې دي. له دې سره مو د سندهـ له حکومت او پولیسو سره هم رابطه شته. نو که خدای کول ډېر ژر به دا نور ماشومان هم راخوشي کړو))

بلي خواته د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ بیا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، اړونده امنيتي چارواکو ته يې امر کړی، چې تښتوول شوي ماشومان دي ژر تر ژره او روغ رمټ د تښتوونکو له منګولو څخه راخلاص کړي.

د ویلو وړ ده چې له تېري څه مودې راهیسې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې هندو تجاران او شتمن وګړي د نامالومه وسله والو له خوا تښتوول کېږي، او وروسته يې بیا له کورنيو څخه د کروړونو روپيو وړلو وروسته راخوشي کړي. د ډېره اله یار د امنيتي چارواکو په خبره دا ماشومان هم د پېسو د تاوان لپاره تښتوول شوي دي.
XS
SM
MD
LG