د افغانستان په هرات کې په یوه حمله کې دوه امریکايي وګړي ژوبل شوي دي.
رپورټونه وايي، امریکایان نن د امریکايي کونسلګرۍ په ګاډي کې د هرات هوايي ډګر پر لوري روان ول، چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې د راکټ حمله وکړه.
د دواړو ژوبلو شویو درملنه په ولایت کې په هسپانیوي روغتون کې شوې ده. په کابل کې امریکايي سفارت وايي له افغان چارواکو سره د پېښې پلټنې کوي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.