د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې اداري فساد زیات شوی دی


د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره وايي، په هغه هېواد کې اداري فساد زیات شوی دی.


د دې ادارې مشر یما ترابي نن په کابل کې وویل، د دوی تازه سروې ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې رشوت دوه چنده زیات شوی دی چې مالي ارزښت یې شاوخوا دوه اربه امریکايي ډالره دی. ده زیاته کړه چې زیات رشوت په عدلي او قضايي ادارو، پولیسو، د پوهنې او د عامې روغتیا په ادارو کې ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG