د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ماشوم قیدیان دې له مجرمانو جلا وساتل شي'


د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې وايې چې د خيبر پښتنوخوا په مختلفو جيلونو کې قيد ماشومانو د استوګنې لپاره د يوې جلا ودانۍ اړتیا ده چې پکې هغوی ته د تعليم، لوبو او هنري زدهکړو سره سره د ورځني ژوند بنيادي سهولتونه ورکړل شي.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې وايې چې د خيبر پښتنوخوا په مختلفو جيلونو کې قيد ماشومانو د استوګنې لپاره د يوې جلا ودانۍ اړتیا ده چې پکې هغوی ته د تعليم، لوبو او هنري زدهکړو سره سره د ورځني ژوند بنيادي سهولتونه ورکړل شي.


د ادارې په وينا له داسې کولو سره به نه یوازې په زندانونو کې پر بندي ماشومانو د منفي اغېز پرېوتو مخه وونیول شي بلکې له هنري زدهکړو سره به هغوی مسلکي ژوند ته راوګرځي.

د ماشومانو او قيديانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې شارپ يو چارواکې اکبر علي شاه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په ٢٠٠٠ م کال وفاقي حکومت د ماشومانو لپاره جوړ شوی قانون وايي، چې هغوی دې په زندانونو کې له نورو مجرمانو جلا وساتل شي.
خو د ده په وينا خېبر پښتونخوا په ٢٠١٢ م کال کې د دې لپاره قانون هم جوړ کړی وو چې لا تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

«د ماشومانو لپاره جوړ شوي قانون وايي، چې په زندانونو کې قیدي ماشومان دې په جلا مرکزونو کې وساتل شي. پدې لړ کې د متحده مجلس عمل حکومت د ماشومانو لپاره يو مرکز په بنو کې جوړ کړې وو چې له جېل سره جوخت وو او هريپور کې هم شته خو هغه لا جوړ نه دی.»

د دې ترڅنګ د ماشومانو حقونو لپاره يو کارکونکې ارشد محمود وايي، چې په ټول ملک کې دا وخت نزدې ١٣٠٠ ماشومان په زندانونو کې دي او په خيبر پښتونخوا کې د داسي ماشومانو شمير په ٢٠١٣ م کال کې ٢٢٠ وو.

خپلو خبرو کې ده زياته کړه چې داسې ماشومانو ته د يو جدا جيل ضرورت دی.

« په ټوله ورځ کې دا ماشومان په جېلونو کې ٢٣ ګنټې بند وي، صرف يوه ګنټه دوی بهر تېروي. د جېل انتظاميې سوچ په خپل ځای صحيح دی چې دوی به له نورو قيديانو سره نه ملاوېږي چې د هغې اثر پر دوی ونشي. دغه رنګ په جېلونو کې دې د ماشومانو لپاره د تعليم و تربيت یو مناسب ا بندوبست هم نه وي. او د زندانونو اهلکاران هم پر ماشومانو منفي اثرات غورځوي»

د ماشومانو د حقونو يو بل کار پوه او د ماشومانو د حقونو ادارې سپارک پخوانې غړې عمران ټکر وايي چې د متحدهمممجلس عمل «اېم اېم اې» حکومت په بنو او هريپور کې ماشومانو ته ځايونه ځانګړي کړي ول خو دغه اصلاحاتي جېلونه پکار دا وه چې د صوبې په سرښار پيېور کې جوړ شوي وای ځکه چې پېښور ته د ټولو ضلعو رسايي شته نو دوی په سياسي بنيادونو دا په بنو کې جوړ کړو چې اوس هغه استعمالېږي هم نه.

کله چې مشال راډيو په جيلونو کې قيد ماشومانو لپاره د يو جدا سنټر په اړه د سوشل ويلفير ډيپارټمنټ د ماشومانو د څانګې ډپټي چيف اعجاز محمد خان سره رابطه وکړه نو د هغه وينا وه چې پدې لړ کې له مخکې قانونسازي شوې ده او حکومت به ډېر زر د قيد ماشومانو لپاره په پېښور کې يو جدا اصلاحاتي سنټر جوړ کړي.

د ه زياته کړه چې خيبر پښتونخوا حکومت دا منصوبه هم لري چې ماشومانو دې سنټرو نظام چلولو لپاره يو جدا محکمه هم جوړه کړي.

«د ايم ايم اې حکومت په بنو کې يو عمارت د دې لپاره جوړ کړی وو او بل ورته په هريپور کې مختص شوی وو. نو د دې لپاره په اصولونو کار روان دی چې دا سېنټرې د ماشومانو لپاره کار شروع کړي. موږ اوس پدې کوشش کې هم يو چې په پېښور کې هم داسې يو اصلاحاتي سېنټر جوړ کړو ځکه چې په جېلونو کې د ماشومانو شمېر سيوا دی او وجه يې دا ده چې له موږ سره قبايلي سيمه نزدې ده. نو زموږ کوشش دی چې په پېښور کې هم يو داسې سنټر جوړ شي چې پکې د ماشومانو اصلاح وکړل شي»

د ده د وينا سره سم چې نن سبا خېبر پښتونخوا په شلو جيلونو کې دا وخت شاه خوا ٢٥٠ ماشومان قيد دي.
XS
SM
MD
LG