د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د پوهنې بهیر د ښه والي لارې چارې


که څه هم په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم په ځانګړي ډول د پوهنې په ډګر کې پر مختیاوې رامنځته شوي او په لکونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینې برابرې شوي دي، خو بیا هم ډیری زده کوونکي د زده کړو په ډګر کې د کتابونو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت سره مخامخ دي.

که څه هم په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم په ځانګړي ډول د پوهنې په ډګر کې پر مختیاوې رامنځته شوي او په لکونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینې برابرې شوي دي، خو بیا هم ډیری زده کوونکي د زده کړو په ډګر کې د کتابونو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت سره مخامخ دي.


همدارنګه په ډیریو ښوونځیو او مسلکي ادارو کې د عملي زده کړو د پاره د وسایلو او امکاناتو نه شتون هم هغه نیمګړتیاوې دي، چې په خوست کې يې د پوهنې د بهیر د اغیزمنتوب او چټک پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال الحاج مطیع الله فضلي مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې په سر کې د دې بهیر د پرمختیاوو او شته حالاتو په اړه وویل:

((له ښه مرغه خوست د پوهنې او معارف په پراخ بهیر کې د افغانستان د مخکښو ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک يې له نیمې پیړۍ راهیسې د پوهنې سره بې سارې مینه لري او دوی د دې بهیر سره مرسته کوي.اوسمهال په خوست کې ۲۵۴۸۵۲ تنه زده کوونکي چې تر نوي زرو يې زیاتې نجونې دي، په ۴۱۶بابه ښوونځیو، مسلکي او تخنیکي موسسو او رسمي دیني مدارسو کې پر زده کړو بوخت دي.

په خوست کې چې پخوا د زده کړو او تعلیم شرایط ډېر محدود ول، خوشبختانه د پوهنې وزارت په پاملرنه او د دې ادارې په هلو ځلو دا شرایط پراخ شوي دي.
په خوست کې دا مهال د معارف په چوکاټ کې ۷۲۴۸ تنه د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو په توګه دنده اجراء کوي همدارنګه سږ کال څه د پاسه ۴۳۰۰۰ نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

ستاسو د مالوماتو له پاره باید ووایم، چې په خوست کې د معارف په چوکاټ کې له ښوونځیو سربیره نهه بابه تخنیکي او مسلکي ښوونځي، درې بابه مسلکي انستیتیوتونه، ۲۶ بابه خصوصي ښوونځي، لس بابه دارالمعلمین او ۲۷ بابه رسمي دیني مدرسې شتون لري.))


د خوست د پوهنې ریاست مرستیال په خوست کې د ښوونې او روزنې د بهیر ځنې مهمې ستونزې داسې یادې کړې:

((متاسفانه د وزارت له مقامه په وخت درسي کتابونه نه رارسیږي، د نوي تعلیمي نصاب له پاره د عامه پوهاوي برنامې نه دي عملي شوي، تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ او نور لازم ملحقات نه لري، قومي شخړې او تضادونه په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو پر بهیر ناوړه اغېز شیندي، د ښوونکو د تشکیل کمبود جدي دی، په ولسوالیو کې پوهنه په کافي اندازه قوي مدیران او مسلکي افراد او ښوونکي نه لري، د عملي زده کړو له پاره ښوونځیو کې کافي لابراتوراونه، کمپیوټر خونې او حتا برښنا شتون نه لري او لنډه دا چې امنیتي ستونزې که موږ غواړو یا نه غواړو د درسونو په ښه بهیر بد اغېز پریباسي.))

مطیع الله فضلي مشال راډیو سره په خبرو کې د پوهنې د بهیر د پرمختیا له پاره د اړوند وزارت، ولایت مقام او په ځانګړي ډول د خلکو او والدینو د بې دریغه مرستو او پاملرنې هیله وکړه:

((زه د پوهنې محترم وزارت او د ولایت مقام څخه هیله کوم چې په ټولو برخو کې موږ ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو د پوهنې ملي بهیر نور هم موثر او اغېزمن وګرځي او تر څنګ يې د ټولو ګرانو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د زده کوونکو له والدینو مې دا غوښتنه ده، چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي، د دوی د درسي بهیر نه څار وکړي، خپلې مشورې او نظرونه پوهنې ادارې سره شریک کړي، تر څو په ګډه د هېواد ځوان نسل سالم وروزل شي.))

کتونکي په دې باور دي، تر څو چې په ټولیز ډول د پوهنې بهیر څخه د نظارت، تفتیش او کتنو بهیر پیاوړی نه شي، تر هغه وخته به د زده کړو بهیر په هغه اندازه اغېزمن نه وي، چې خلک او حکومت یې تمه لري.
XS
SM
MD
LG