د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نورستان ته هېڅ توجه نه ده شوې"


د افغانستان د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په تيرو دولسو کلونو کې په ياد ولايت کې د پرمختګ هيڅ ډول کارونه نه دي تر سره شوي، روغتون لري، تعليم ته په کې پام نه دی اړول شوی، او په ټول ولايت کې يو میتر پوخ شوی سړک نه شته.

د افغانستان د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په تيرو دولسو کلونو کې په ياد ولايت کې د پرمختګ هيڅ ډول کارونه نه دي تر سره شوي، روغتون لري، تعليم ته په کې پام نه دی اړول شوی، او په ټول ولايت کې يو میتر پوخ شوی سړک نه شته.


نورستان که يوه پلوه په طبيعي ځنګلونو ښکلی دی، له درو نه يې څپاند سيندونه رابهيږي، خو بل پلو ته په کې د پرمختګ کارونه د نشت برابر دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، په نورستان کې روغتيايي اسانتياوې نشته، د تعلیم کچه په کې کمه ده، دولتي بريښنا په کې نشته. او تر اوسه ټول سړکونه خام پراته دي . دی وايي:

« نورستان ته څنګه چې په کار ده هغه شان توجه نه ده شوې، په نورستان کې کيلو متر درته نه وايم، يو ميتر سرک نه دی پوښ شوی، له واما ولسوالۍ نه پرته بله يوه ولسوالۍ د سرک له لارې مرکز سره نه وصل شوې، يو ولايتي شفاخانه تر اوسه پورې نه لرو. اويا فیصده مکاتب مو تر اوسه پورې تعمير نه لري، په نورستان کې د اوبو پريمانه سيندونه شته دی او په لږه ساحه کې هغه ارتفاع هم پیدا کولی شي، خو د يوه دولتي برق پروژه په کار نه وه اچول شوې.»

والي حافظ عبدالقيوم وايي چې په نورستان کې يې څو ورخې وړاندې زغنيزې پروژې افتتاح کړي دي.

« د نورستان په مرکز کې مو د پارون د برق په نوم يوه پروژه افتتاح کړه چې ۹۹ ميلونه افغانۍ به پرې مصرف راځي او په ۱۶ مياشتو کې به هغه بهره بردارۍ ( ګټې اخيستنې) ته وسپارل شي. موږ څو ورځې د مخه د نورستان په مرکز پارون کې چې تر اوسه پورې يې بستريز روغتون نه لرلو، لس بستريز کلينک مو افتتاح کړو، په واما ولسوالۍ کې د ۲۵ کیلو میتره سرک ترميم دی چې د فوايد عامې له بوديجې نه مو د ترميماتو پیسې تر لاسه کړې چې په هغې به دا ۲۵ کیلو ميتره سرک ترميميږي.»

دا چې د نورستان ولايت لپاره د ۱۳۹۳ کال لپاره څومره بوديجه منظوره شوې، والي حافظ عبدالقيوم يې وايي:

« دا په حدود د يو ويشت ميلونه امريکايي ډالر دي، چې د نورستان ولايت ضرورتونو ته په کتلو سره موږ د پاره کافي بوديجه نه ده. خو متاسفانه په مرکز پورې تر يوه حده بیروکراسي شته چې دغه بودیجه په وخت باندې نورستان ته نه رسي. د کار وخت تير شوی وي، په نورستان کې موږ د کار لپاره ډير کم وخت لرو ځکه چې هلته موسم ډير سوړ دی او هلته بيا کار نه کيږي.»

د نورستان والي حافظ عبدالوقيوم وايي چې د تيرو څو مياشتو راهيسې چې يې په دغه ولايت کې کار پيل کړی، د ادارې فساد سره يې جدي مبارزه پيل کړې، د تعليم د کچې د لوړولو لپاره پلانونه لري او هڅه به وکړي د ياد ولايت ټولې ولسوالۍ د سرک له لارې له مرکز پارون سره ونښلوي.
XS
SM
MD
LG