د لاسرسي ځای

'پاکستان دې پر خپله خاوره ترهګر له مینځه یوسي'


د هند نوی وزیر اعظم نرېندرا مودي له خپل پاکستاني سیال سره

د هند نوی وزیر اعظم نرېندرا مودي له خپل پاکستاني سیال سره

د هند نوي وزیر اعظم نرېندرا مودي نن په نوي ډلي کې له نواز شریف سره په مخامخ کتنه کې وویل چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد ګام واخلي.

د هند نوي وزیر اعظم نرېندرا مودي نن په نوي ډلي کې له نواز شریف سره په مخامخ کتنه کې وویل چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد ګام واخلي.


د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، مودي له اسلام آباده وغوښتل چې په خپلو ژمنو باید ټینګ شي او اجازه ورنکړې چې خپله خاوره او تر واک لاندې ځمکه یې د هند پر ضد د ترهګرو حملو لپاره استعمال شي.

مودي دغه راز وویل، هند او پاکستان په سمدستي ډول په خپلو کي سوداګريز اړیکي عادي کولای شي.

له ۲۰۰۸ م کال راهیسې چې پاکستاني وسله والو د هند په ممبې ښار کې ۱۶۶ کسان ووژل او د دواړو هیوادونواړیکې خرابې شوې، دا لومړی ځل و چې د هند یوه وزيراعظم په نوي ډلي کې د پاکستان له وزيراعظم سره رسمي خبرې وکړې. بلخوا نواز شريف ويلي چې له هند سره د ملګرتيا د يوه نوي دور پيلولو خواهېش لري. د پاکستان د سرکاري راډیو پر وېبپاڼه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نواز شريف د ملاقات پر مهال ويلي چې د دواړو هيوادونو ولس غواړي چې دوستانه اړيکې ولري.


د امریکا له نیویارکه نیو ریپبلک مجلې په هند کې د ملتپاله سیاسي مشر نریندرا مودي په وزیراعظم منتخبېدو او د هند و پاکستان پر اړیکو یوه مقاله خپره کړې ده.

مجله لیکي ــ نرېندرا مودي چې د ګل پر ورځ د هند د وزیراعظم په توګه لوړه وکړه ـــ په عمومي توګه داسې سیاستمدار نه ګڼل کېږي چې ګنې امن غواړي. مودي ۲۰۰۲ م کال کې د هند په ګجرات صوبه کې په مذهبي فساداتو کې د وزیراعلا په حیث یو متنازعه کردار لوبولی دی.
یو فکر دا کیدلو چې د نرېندرا مودي د وزیراعظم په حیث تر غوره کیدو وروستو به د هند او پاکستان تر مینځ له وړاندې خرابې اړیکې نورې هم خرابې شي. خو مودي په دې خلک حیرانه کړه کله چې يې د وزیراعظم په توګه د سوګند پورته کولو دستورې ته د پاکستان وزیراعظم نوازشریف هم را وباله.

دې سره دا تمه پیدا شوه چې کیدای شي په حقیقت کې د هغه حکومت د پاکستان سره اړیکې ښه کول غواړي.

مجله لیکې ـــ په دې کې د مبالغې هېڅ هم نشته چې د هند او پاکستان ترمینځ جګړه به د نړۍ د امنیت لپاره ښه نتیجې ونلري. له هنده د پاکستان ویرې پاکستان په دې مجبوره کړو چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي او دغه شان په سیمه کې د یو شمېر وسله والو ډلو پالنه وکړي. دواړه هېوادونه ایټمي وسلې لري او تر اوسه يې له یو بل سره یو شمېر جنګونه هم کړي دي.

د دواړه هیوادونو ترمینځ د کاروباري هلو ځلو پیاوړي کولولپاره وخت په وخت کوششونه هم شوي او د پاکستان وزیراعظم نوازشریف څو ځله ویلي چې له هند سره کاروباري اړیکې ښه کولو د هغه د حکومت په ترجیحاتو کې دي.

مجله لیکي ــ که چیرې مودي له پاکستان سره اړیکو ښه کولو ته مایله هم وي بیا هم تر هغه ګېرچاپیره داسې خلک شته چې د پاکستان په اړه یو سختدریځ لري. دغه شان د پاکستان زورور پوځ د وزیراعظم نوازشریف له خوا له هند سره د کاروباري اړیکو ښه کولو هلې ځلې ودرولې دي. پوځ په دې پوهه دی چې وجود یې له هند سره په دښمنۍ ولاړ دی او یوه پرامنه، جمهوري او متحده جنوبي ایشیا د پوځ په ګټه نه ده.
XS
SM
MD
LG