د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرېندرا مودي او پاکستان


نرېندرا مودي د هند نوی وزیر اعظم
نرېندرا مودي د هند نوی وزیر اعظم

ډاکټر حسن عسکري په دې اړه بي بي سي ته ويلي، د پاکستان پوځد هند پر ضد هغه حکمتعملي چې په افغانستان کې باید وسله والې ډلې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا لپاره وکارول شي هغه وخت ناکامه شوه کله چې دغو ډلو برعکس پر پاکستان بريدونو پیل کړل.

په پاکستان کې د بي بي سي خبريال الياس خان پخپله مقاله کې ليکي، په هند کې د نرېندرا مودي وزيراعظم کېدلو چې په څومره اندازه په پاکستان کې انديښنې راټوکولې د، په هومره اندازه یې د لومړي وزير نواز شريف هند ته سفر خوشالي رامنځ ته کړې.


ليکوال وايي، په پاکستان کې اندېښنې ځکه دي، چې نرېندرا مودي له بارتيه جنتا پارټۍ سره اړه لري او په پاکستان کې ډېر خلک دا باور لري چې دغه ګوند د راشټريا سوايم سواک سنګ یعني آر اېس اېس سياسي محاذ دی.

آر ايس ايس د هندوازم تبليغ کوي او په کشمير کې د بيلتونپالو ضد دی.

ليکوال په پینډی کې له يوه پاکستاني کتاب پلورنکي عابد حسين سره خبرې کړې او هغه ورته ويلي چې نرېندرا مودي به اوس د بابري مسجد پر ځای رام مندر جوړ کړي، دا شان د هند په آيين کې کشمير ته ورکړل شوی ځانګړی حيثيت به ختم کړي او دا رنګه هلته به د مسلمانانو نوره وينه هم و بهېږي.

خو د الياس خان په وينا د نواز شريف د هند سفر بيا يو برعکس تصوير هم ورکوي.

د پېښور يونيورسټي د نړيوالو اړيکو استاد حسين شهيد سهروردي بي بي سي ته ويلي چې د هند او پاکستان په تعلقاتو کې زيات اختلاف د سيکولر کانګرس ګوند په واکمنۍ کې راغلی دی خو کله چې هلته يو غېر کانګرسي حکومت راغلی د دواړو ملکونو اړيکي ښه شوي دي.

نوموړی زياتوي چې نرېندرا مودي ته د هندو ولسپالنې پر بنياد ووټ نه دي ورکړل شوی بلکې خلکو د ګجرات د وزيراعلی په توګه د هغه کامیابه معاشي تګلارو ته رايې ورکړي دي.

د ده په وينا نواز شريف هم يو کاروباری سړی دی نو ځکه تمه کيدلی شي چې دغه کاروباري اړخ به د دواړو ملکونو ترمنځ امن او تجارت ښه کړي.

په لاهور کې د دفاعي چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري رضوي بيا وايي، د حوصله ورکونکو نښو نښانو سربېره هم داسې نه ښکاري چې دواړه هيوادونو به په راتلونکې نږدو کې خبرو اترو ته کېني.

او د ده په وينا که چرته کېني هم نو زيات امکان دا دی چې هند به د کشمير پر ځای دوه اړخيزه تجارت ته زياته پاملرنه وکړي.

دلته ليکوال الياس خان پوښتنه راپورته کوي که فرض کړو نواز شريف له هند سره تجارتي اړيکي غواړي نو دې ته به د پاکستان پوځ ردعمل څنګه وي؟

ليکوال په دې اړه د ماضي حواله ورکوي کله چې د هند پخوانی وزيراعظم اټل بهاري واجپای لاهور ته راغلو نو د هغه له تلو وروسته د پاکستان پوځ د کارګل پر څوکو قبضه وکړه او دا شان د دواړو ملکونو ترمنځ يوه محدوده جګړه وشوه.

هغه وخت نواز شريف لومړی وزير وو او په ډاګه يې وويل چې دی د پاکستاني پوځ له اقدام خبر نه وو.

د ده په خبره بيا په دوه زره څلورم کال کې د خبرو اترو کوم عمل شروع شوی وو هغه وخت ختم شو کله چې پاکستاني وسله وال تنظيم لشکر طيبه په دوه زره اتم کال کې په ممبۍ کې حملې وکړې.

دا شان پروسږ کال پاکستان هند ته په تجارتي مراعاتو ورکولو کې هغه وخت ناکامه شو کله چې د کشمير پر پوله د دواړو ملکونو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شو چې په نتيجه کې يې له دوادړو غاړو يو شمير عسکر ووژل شو.

خو ليکوال د ځينو کارپوهانو له خولې وايي چې اوس حالات بلکل بدل شوي دي.

ډاکټر حسن عسکري په دې اړه بي بي سي ته ويلي، د پاکستان پوځد هند پر ضد هغه حکمتعملي چې په افغانستان کې باید وسله والې ډلې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا لپاره وکارول شي هغه وخت ناکامه شوه کله چې دغو ډلو برعکس پر پاکستان بريدونو پیل کړل.

د ده په وينا داسې ښکاري د پاکستان پوځ اوس ټوله توجه خپلي لويديځي پولي ته ورکوي او تر ډيره به و غواړي چې پر خپلو مشرقي پولو له هند سره تاوتريخوالی کم کړي.

خو حسن عسکري زياتوي د دې سربېره اوس هم د پاکستان پوځ په ذهن کې د کشمير مسله په ناڅرګنده توګه پرته ده نو ځکه ښايي اوس هم وغواړي چې ځيني وسله والې ډلې وساتي چې دا رنګه يې په مستقبل کي و کاروي.
XS
SM
MD
LG