د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې اوه تنه وسلوال وژل شوي


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلوال وژلي، چې په وژل شویو کې د جمعه ګل په نوم د وسلوالو یو تن قوماندان هم شامل دی.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلوال وژلي، چې په وژل شویو کې د جمعه ګل په نوم د وسلوالو یو تن قوماندان هم شامل دی. د وژل شویو وسلوالو مړي هم د ملي اردو لاسته لویدلي دي.
زرمت د پکتیا مرکز لویدیز لوري ته پرته ولسوالي ده، چې د ناامنیو پيښې په کې ډېرې ترسترګو کیږي.


د دوشنبې پر ورځ د تندر قول اردو څخه مشال راډيو په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتیرو د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ د سټو کنډو په سیمه کې هم پر وسلوالو برید کړی، چې په کې دوه تنه وسلوال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ملي اردو سرتیرو د لوګر ولایت د پادخواب شانه په سیمه کې یو وسلوال چې غوښتل يې د لارې په اوږدو کې ماین ځای پر ځای کړي لاس په لاس نیولی دی.
د ملي اردو مسوولین په پکتیا، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایت کې د لارو او سړکونو په اوږدو کې د ۲۴ حلقو ځای پر ځای شویو ماینونو د شنډولو خبره هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG