د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف له نریندرا مودي سره ولیدل


د هند نوي وزیراعظم نرېندرا مودي د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره روغبړ کوي
د هند نوي وزیراعظم نرېندرا مودي د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره روغبړ کوي

د پاکستان د سرکاري راډیو پر وېبپاڼه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نواز شريف د ملاقات پر مهال ويلي چې د دواړو هېوادونو ولس غواړي چې دوستانه اړيکې ولري.


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي چې له هند سره د ملګرتيا د يوي نوي دور د پيلولو خواهش لري. نوموړي دا څرګندونې نن «سېشنبه» په نوي ډلي کې د هند له وزیراعظم نرېندرا مودي سره د لیدو پر وخت وکړې.

د پاکستان د سرکاري راډیو پر وېبپاڼه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نواز شريف د ملاقات پر مهال ويلي چې د دواړو هېوادونو ولس غواړي چې دوستانه اړيکې ولري.

دواړو مشرانو پر بېلابيلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې او د شته ستونزو د هواري لپاره يې د مذاکراتو د عمل پر پرمختګ خپل نظرونه څرګند کړل.

د دواړو هيوادونو په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو پاکستانی وزيراعظم د هند د وزیراعظم د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي. داوړو هیوادونو د کشمیر د لانجمنې سیمې پر سر په خپلو کې درې ځلې جګړه کړې ده.

نواز شريف دا وخت د هند په دوه ورځنۍ دوره په نوي ډلي کې دی.


نوموړي پرون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د سوهېلي آسيا د نورو هيوادونو له مشرانو سره يو ځای د د نراېندرا مودي د لوړي په مراسمو کې ګډون وکړ.

په نوي ډیلي کې د هند ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مودي د لوړې تر مراسمو مخکې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي ول، د وزیر اعظم په توګه د نرېندرا مودي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپاره یوه لویه موقع ده.

نریندر مودي د هندو ملتپاله ګوند بارتيا جنتا پارټۍ د مشر په حېث پرون «دوشنبه»د هند ۱۵م وزیراعظم په توګه تر هغه وروسته لوړه وکړه چې دغه ګوند په پارليماني انتخاباتو کې اکثريتي چوکۍ وګټلې.
XS
SM
MD
LG