د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هند او پاکستان نوي حکومتونه اړیکو جوړولو ته یو ښه موقع ده'


دپاکستان وزیر اعظم میا نوازشریف چې د هند د نوي وزیر اعظم نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون کولو لپاره نن «ګل ورځ» یو پلاوي په مشرۍ کې نوي ډیلي ته رسیدلی وویل : د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره دا یو ښه فرصت دی.


نریندر مودي نن د هند نوي وزیر اعظم په توګه لوړه وکړه.

نوازشریف د غونډې تر پیلیدو وړاندې خبریالانو ته وویل : «په هند او پاکستان کې اوسنیو حکومتونو د خلکو ډیرې رایې ترلاسه کړي، نو دا یو بل ته د رسیدو لپاره یو ښه فرصت جوړوي.»

په ۱۹۴۷ کې هند او پاکستان سره جلا شول او نوازشریف لومړی پاکستانی وزیر اعظم دی چې دیو هندي مشر د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي. دواړه مشران به سبا«نهې ورځ» له یو بل سره رسمي ملاقات هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG