د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیلي ته د شریف تګ به د هند او پاکستان اړيکي ښه کړي؟


د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف سره د خپلې مېرمن کلثوم نواز او زوی حسین نواز نوي ډیلي ته تللی دی. نوموړی د هند نوي وزیراعظم نرېندر مودي په بلنه د هغه د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی دی.

د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف سره د خپلې مېرمن کلثوم نواز او زوی حسین نواز نوي ډیلي ته تللی دی. نوموړی د هند نوي وزیراعظم نرېندر مودي په بلنه د هغه د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی دی.


نواز شریف د جنوبي اسیا له هغو مشرانو یو دی چې په دې مراسمو کې ګډون کوي او په دې ډول له ۱۹۴۷ز کال راهیسې لومړی پاکستانی مشر دی چې د هند نوي وزیراعظم د سوګند په غونډه کې به موجود وي.

نوي ډیلي ته تر روانېدو مخکې نواز شریف خبریالانو ته وویل، دی د سولې له پیغام سره هلته ځي. ده وویل، د ټولو مسلو حل یوازې په خبرو اترو کې دی. د نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز وايي، دا یو ښه پیل دی.

په هند او پاکستان کې ډېری شنونکي نوي ډیلي ته د نواز شریف تګ ستايي البته د دوی په اند د اسلام اباد او ډیلي تر منځ اوس هم ډېرې لوی مسلې موجودې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکي یې له لسیزو راهیسې خراب ساتلي دي.

هندۍ ووبپاڼه اېن ډي ټي وي وايي، تېر کال (۲۰۱۳ز) هم د دواړو هېوادونو اړیکي خراب شول او د کنټرول پر کرښه د دواړو هېوادونو امنیتي سرتېرو له یو بل سره نښتې وکړې.

حالات هغه وخت زیات خراب شول چې د اګست په میاشت کې پاکستانیو سرتېرو پینځه هندي پوځیان ووژل.

د اېن ډي ټي وي په وینا، د کنټرول پر کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي هر وخت خرابېدای شي. د پاکستان و هند تر منځ تر ټولو لویه لانجه د کشمیر پر سر ده.

هند په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې وسله وال روزي او کشمیر ته یې استوي چې پر هندیو سرتېرو حملې وکړي. پاکستان له دې توره انکار کوي او پر هند تور پورې کوي چې کشمیري ولس ته پر خپل ځان د واکمنۍ او د خپلواکۍ حقونه نه ورکوي او هلته یې په لکونه سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي په ۲۰۰۸ز کال کې هغه وخت سخت ترینګل شول چې په ممبۍ کې وسله والو له ۱۵۰ زیات کسان ووژل. هند پر پاکستانۍ استخباراتي ادارې ای اېس ای د هغو وسله والو د روزلو او ممبۍ ته د استولو تور پورې کړ. هغه وخت پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي ول چې دا وسله وال که له پاکستانه اوښتي هم وي نو غیر ریاستي یا نا دولتي عناصر دي او دا چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ او سختدریځۍ ښکار دی.

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز وايي، که څه هم د نواز شریف ډیلي ته سفر یو مثبت ګام دی او د دواړو هېوادونو تر منځ به د اړیکو په ښه والي کې مهم کردار تر سره کړي خو د پاکستان امنیتي اداره یا سیکورټي اېسټیبلېشمنټ په دې سفر خوشاله نه دی.

هلته په هند کې نرېندر مودي د انتخاباتي کیمپېن پر وخت په بیا بیا پر پاکستان تورونه پورې کړل او ویل یې چې د ترهګرۍ پېښې به نه زغمي. مودي پر کانګرس ګوند انتقاد کاوه چې پر بریدونو سربېره ولې له پاکستان سره اړیکي ساتي.

د مودي له خوا نواز شریف ته نوي ډیلي ته د ورتګ بلنې په هند کې هم ځینې سختدریځه ګوندونه په غوسه کړي دي. اېن ډي ټي وي لیکي، د بارتیا جنتا ګوند تر ټولو پخوانی ملګری شېو سېنا وايي، له پاکستان سره باید هېڅ ډول اړیکي و نه ساتل شي.

رېډېف ووبپاڼه لیکي، دا فکر کېده چې مودي به د خپلې واکمنۍ له پیله لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ته اړتیا ولري چې د پاکستان په اړه خپل دریځ ته تغیر ورکړي. خو د ووبپاڼې په خبره، دا ښه خبره ده چې مودي پاکستان ته د خپلې وزیراعظمۍ له پیل سره مثبته اشاره ورکړه او نواز شریف هم ورته په مساوي ډول مثبت ځواب ورکړ.
XS
SM
MD
LG