د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیرمحمدخان وايي پوځ په قبایلي سیمو کې عملیات کوي خو مني یې نه


شیر محمد خان ، د پاکستان د بشري حقونو د ادارې یو مشر
شیر محمد خان ، د پاکستان د بشري حقونو د ادارې یو مشر

په پاکستان کې د بشري حقونو د ټولنې یو مشر شیر محمد خان وايي په شمالي وزیرستان کې حکومت له یوه لوري عملیات کوي، بمباري کوي او له بل لوري دا خبره مني هم نه او وايي چې دا عملیات نه دي.

شیر محمد خان چې د مشال راډیو د همکار منورشا پوښتنې یې ځوابولې زیاته یې کړه چې په حکومتي بمبارۍ کې ولسي کسان هم په نخښه کیږي. نوموړی دا هم وايي چې د سیمې ولسونه د پوځ او د طالبانو ترمنځ راګیر پاتې شوي دي.

د شیر محمد خان سره بشپړه مرکه لاندې په غږیزه بڼه اوریدلای شئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG