د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست او د افغانستان لپاره نړيوالې رواني ټولنيزې ادارې (اپسو) د کتاب د اوونۍ تر عنوان لاندې په جلال اباد کې د کتاب دوه ورځيني نندارتون د شبنې يا خالي په ورځ پرانست.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست او د افغانستان لپاره نړيوالې رواني ټولنيزې ادارې (اپسو) د کتاب د اوونۍ تر عنوان لاندې په جلال اباد کې د کتاب دوه ورځيني نندارتون د شبنې يا خالي په ورځ پرانست.


دغه دوه ورځينی نندارتون د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پرانستل شو چې په دولتي چارواکو سربيره ورته ننګرهار ميشتي فرهنګيان، د مدني ټولنو يو شمير غړي او د کتاب مينه وال ورغلي ول.


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم د پرانستې پر مهال وويل چې نندارتون يې په دې خاطر پرانستی چې خلک د کتاب د مطالعې له فرهنګ سره اشنا کړي. نوموړی وايي:

« موږ هر کال په ننګرهار کې دغه شان د کتاب نندارتون جوړوو، د کتاب خپرندويه ټولنو په مرسته. سږکال هم د کتاب اوونۍ ده. په همدي مناسب موږ هم دا پروګرام جوړ کړی دی، هدف مو دا دی چې موږ د کتاب د مطالعې فرهنګ په ځوان نسل کې زيات کړو. له بده مرغه چې دا فرهنګ ډير کمزوری دی د پخوا په پرتله باندې. سره له دې چې اوس ډير شرايط اماده دي، دولتي عامه کتابتونونه شته، شخصي شته، حتی زه داسې کور نه ګورم چې هغه دې په په کې پنځوس کتابونه ونه ولري، مګر مطالعه څوک نه کوي.»

په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د نړيوالې رواني ټولنيزې ادارې اپسو مشر عزت الله همدرد هم وايي چې له نندارتون نه يې مقصد دا دی چې د مطالعې فرهنګ ژوندي کړی.


کتاب د يوه ښه دوست په صفت دی، نو که يو څوک کتاب وګوري او مطالعه وکړي نو هغه کولای شي چې يوه روښانه لار ځانته انتخاب کړي او ډير څه زده کړي. د اپسو دفتر هلې ځلې هم دلته په فرهنګي بخش کې دي، د دغه نندارتون نه زموږ هدف دا دی چې د مطالعې فرهنګ ژوندی کړو.»

نندارتون ته په ولايتي چارواکو سربيره د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک هم راغلی و. نوموړي په اوسمهال کې د کتابونو نندارتونونه ډير اړين وبلل.

« د فرهنګ، علم او ادب په برخه کې عادی غونډه هم په مراتبو ډيرې زياتې ګټې لري او بیا داسې نندارتونونه چې خلک ته راشي او مختلف کتابونه وګوري، موږ د کتابخانو خواته ډير کم ورځو، د دغه ځای زمينه د دي وې چې ډير دوستان راشي او د خپلې خوښې کتاب واخلي او هغه مطالعه کړي.»

نندارتون ته په لسګونو تنه د کتاب مينه وال هم ورغلي ول، يو تن وايي چې د خپل مسلک سره کتابونه يې تر لاسه کړل.


« نوم مې ډاکټر اقبال شعار يم د اريانا پوهنتون د طب پوهنځي محصل، نندارتون ته راغلی يم او خپل د خوښي کتاب مې تر لاسه کړ چې هغه د وينې د لوړ فشار کتاب دی، دې ته زما ضرورت و چې ترلاسه مې کړ او زه ډير خوشحاله يم.»

دغه نندارتون کې ګڼ شمير کتاب پلورونکو خپل کتابونه نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کړي ول، چې يو هم په کې د مومند خپروندويه ټولنې مسوول فضل مولا و. نوموړی خوشحاله و چې د نندارتون له برکته يې ګڼ شمير کتابونه وپلورل.

« د کتابونو بازار خو ماشاالله ډير ښه و کتابونه ډير خرڅ شول. د اطلاعات او کلتور له رياست نه دا هيله لرو چې بايد په هره مياشت کې يو نندارتون پرانيزي، خلک راشي او کتابونه واخلي او مطالعه وکړي.»

کتوونکي په دې باور دي چې که د کتابونو نندارتونونه ډير شي او ډول ډول کتابونه په کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي، ورسره به په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ تر يو حده راژوندی شي.
XS
SM
MD
LG