د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د بدخشان یمګان ولسوالۍ بېرته ونیوله

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت خاصو ځواکونو او د دې ولایت امنیتي ځواکونو د یمګان ولسوالۍ د نیولو په هدف عملیات پیلي کړي وو؛ چې په پایلې کې نوموړي ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو څخه بېرت ونیول شوه.

د بدخشان امینه قوماندان فضل الدین عیار مشال راډیو ته وویل؛ چې عملیات په سیمې کې لاهم روان دي او وسله ولوال مخالفین د تېښتې په حال کې دي:

"د کورنیو چارو وزارت خاصو ځواکونو ۹ بجې د سهار عملیات پیلي کړل چې؛ عملیات پرمخ روان دي، هلته تلیفون کار نه کوي او کوم معلومات چې موږ یې لرو، په دې عملیاتو کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي."

ده زیاته کړه، چې اوس مهال لا هم عملیات په سیمه کې روان دي ترڅو ټوله سمیه د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکه شې. د ښاغلي عیار په وینا، وسله والو مخالفینو ټول دولتي ودانۍ سوځولي دي:

"زموږ ځواکونو دو میله داشکه او یو رنجیر موټر نیولي دي او طالبانو د ولسوالۍ تعمېر هم سوځولی دی."

عیار وايي، چې په دې عملیاتو ۶ تنه سیمه ییز پولیس تپیان شوي چې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د یادونۍ ده چې، د یمګان ولسوالۍ د سېشنبې پر ورځ د غویي یا ثور میاشتې په ۳۰ نېټه د طالبانو له خوا نیول شوې وه چې په دې موده کې هغوی دولتي تعمیرونه سوځولي او ۲۷ تنه افغان ځواکونه یې هم ژوندي نیولي وو.

راپور: اجمل آرین - بدخشان
XS
SM
MD
LG