د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: امکان لري امریکايي ځواکونه تر ۲۰۲۴م پورې په افغانستان کې پاتې شي


د روسیې انټرفاکس آژانس د جمعې پر ورځ وویل؛ د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د استخباراتو عمومي رییس جنرال "ایګور سرګوون" (Igor Sergun) وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلانونه عیار کړي او امکان لري چې، دا ځواکونه حد اقل تر۲۰۲۴م کاله پورې په دې هېواد کې پاتې شي.

د روسیې انټرفاکس آژانس د جمعې پر ورځ وویل؛ د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د استخباراتو عمومي رییس جنرال "ایګور سرګوون" (Igor Sergun) وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلانونه عیار کړي او امکان لري چې، دا ځواکونه حد اقل تر۲۰۲۴م کاله پورې په دې هېواد کې پاتې شي.


جنرال سرګوون وایي، ټاکل شوې چې په افغانستان کې د امنیت ساتنې نړیوال مرستندویه ځواک (آيساف) د روان کال تر پایه له افغانستانه خپل شاوخوا څلویښت زره پوځیان، څلویښت زره نقلیه وسایط او زغروال او شاوخوا ۳۰ هلیکوپټر وباسي.

خو امریکا به ونه شي کړای چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پایه وباسي او واشنګټن به په دې اړه خپل پلانونه عیاروي. جنرال ایګور سرګوون دا خبره د جمعې په ورځ په مسکو کې په درېیم نړېوال امنیتي کنفرانس کې وکړه.

د روسیې د پوځې استخباراتو رییس زیاته کړه، که چېرې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ټولې لارې خلاصې او صافې وي، بیا به هم د دوی د وسایلو او وسایطو ایستل تر ۲۰۱۷م کاله پورې دوام وکړي. د ده په باور، که چیرې د جنوب لار بنده شي؛ نو د امریکایي ځواکونو او وسایطو وتل به تر ۲۰۲۰م کاله دوام وکړي.

د روسیې د پوځ د استخباراتو رییس د افغانستان د راتلونکي لپاره خپل اټکل د ریاضي په ارقامو سره کوي او وایي، یوه سناریو به دا وي، که چېرې د لویدیځ پوځي حضور په افغانستان کې محدود شي نو د کابل د موجود رژیم ساتل به په سلو کې دېرش ممکن وي.

جنرال ایګور سرګوون وایي، په دوهمه سناریو کې په سلو کې ۲۷ امکان لري چې، طالبان په کابل واکمن شي. د ده په وینا، په داسې یوه حالت کې به مرکزي آسیا یعنې د افغانستان ګاونډیو هېوادو ته د پوځي اعمالو د خپرېدو ګواښونه پراخ شي. په درېیمې سناریو کې په سلو کې ۳۱ امکان شته چې افغانستان په قومي او نژادي سیمو یا حوزو وویشل شي.

د افغانستان د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي؛ امریکایان له افغانستان څخه نه وځي او روسان له خپلې وېرې دا ډول څرګندونې کوي.

سپینې ماڼۍ په روانۍ اونۍ کې یوه شخصي غونډه جوړه کړه او د کانګرس د وکیلانو په هغو انتقادونو یې بحث وکړ چې وایي، د ولسمشر بارک اوباما بهرنۍ پالیسي کمزورې ده.

دا غونډه د سشنبې پر شپه جوړه شوې وه او د امریکا د ملي امنیت د سلا کارې "سوزان رایس" او د سپينې ماڼۍ د دفتر د رییس "ډینیس مکډونو" په ګډون یو شمېر سناتورانو او د کانګرس وکیلانو په کې ګډون کړی و.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو جمهوریت غوښتونکی سناتور "باب کراکر" وایي، "دا غونډه بیخي بازاري غونډه وه". په غونډه کې بل ګډون کوونکي سناتور وویل؛ د ولسمشر بارک اوباما سلاکارانو د جمهور رییس د پلانونو په اړه چې د روان عیسوي کال په پای کې په افغانستان کې د جګړې له رسمي ختمېدو وروسته به آیا په دې هېواد کې امریکایي عسکر پریږدي او کنه؟ د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ونه ویل.

له بلې خوا، په سیمه کې د روسیې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوي او د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د جمعې پر ورځ له خپل پاکستاني سیال خواجه آصف سره وکتل. جنرال شویګو، خواجه آصف ته وویل، موږ ګاونډیان یو، د سیمې د ثبات په اړه د زیات کارکولو په یوه چوکاټ به بحث وکړو او د افغانستان په اړه ستاسي له نظر سره لېوالتیا لرو.

د پاکستان دفاع وزیر جنرال شویګو ته وویل؛ مسکو ته سفر یې ډېره ښه تجربه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
XS
SM
MD
LG