د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د بوکو حرام ډله تور لېسټ ته واچوله


ملګرو ملتونو بوکو حرام وسله واله ډله له القاعده ډلې سره په تړاو، په تور لېسټ کې اچولې ده او ورباندې یې بندیزونه لګولي دي.


ملګرو ملتونو دا ګام تر هغې یوه میاشت وروسته اخیستی دی چې بوکو حرام په نایجېریا کې د ښوونځي شاوخوا ۲۷۶ نجونو د تښتونې پړه ومنله.

د ترهګرې ډلې په توګه د دې ډلې نومونې غوښتنه د نایجېریا حکومت کړې وه او دا بندیزونه له تېرې ورځې راهیسې تر هغې وروسته عملي شول چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړو ورباندې هېڅ اعتراض ونکړ.

له دې کار سره بوکو حرام ته د وسلو پر ورکولو بندیز دی، شتمنۍ کنګل شوې او پر غړو یې سفري بندیزونه دي. بوکو حرام ډله ۱۰ کاله مخکې جوړه کړل شوې وه او په شمالي نایجېریا کې د اسلامي دولت جوړولو غوښتنه کوي.

له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د دې ډلې په بریدونو کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG