د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلتونپالو ۱۳ اوکرایني سرتېري ووژل


د اوکراین لنډمهالی ولسمشر اولېکساندر تورشینوف وايي، بېګا په دونېڅک سیمه کې د بیلتونپالو ځواکونو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.


د اوکراین لنډمهالی ولسمشر اولېکساندر تورشینوف وايي، بېګا په دونېڅک سیمه کې د بیلتونپالو ځواکونو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.


تر دې مخکې د دفاع وزارت ویلي ول چې په لوهانسک سیمه کې بېګا یو سرتېری وژل شوی دی. دا حملې د اوکراین پوځ لپاره په تېره یوه نیمه میاشت کې د روسي پلوه بیلتونپالو پر ضد د عملیاتو پر مهال تر ټولو زیاتې خونړۍ هغه دي.

د هېواد په یادو دواړو شرقي سیمو کې بیلتونپالو ((د خلکو جمهوریتونه)) اعلان کړي دي.

دا حملې د اوکراین تر ولسمشریزو انتخاباتو درې ورځې مخکې شوې دي. د اوکراین وزیراعظم ارسینې یاڅینیوک پر روسیې تور پورې کړی دی چې تر انتخاباتو مخکې شخړې ته زور ورکوي. یاڅینیوک د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ کړی دی چې د بحران په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

په عین وخت کې د ناټو عمومي سېکرټر انس فوغ راسموسېن ویلي، له اوکراین سره پر پوله د روسي پوځ محدوده حرکت ښايي له سیمې د هغو پوځیانو د ایستلو تیاری وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG