د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیمپسي: طالبان دې د خبرو اترو له امکاني موقعې ګټه واخلي


د امریکا د ټولو ځواکونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي ویلي، طالبان باید پر وخت، د خبرو اترو له امکاني موقعې ګټه واخلي او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.


نوموړي بېګا رویټرز خبري اژانس ته وویل، د طالبانو ((د خبرو اترو دریځ نه پیاوړی کېږي، بلکې کمزوری کېږي.)) ډیمپسي دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې په برسلز کې یې د ناټو له پوځي مشرانو سره ولیدل.

ناټو پلان لري چې د روان کال تر پایه وروسته له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په صورت کې د هغه هېواد پوځیانو د روزنې لپاره غربي ماموریت ته دوام ورکړي.

وسله والو طالبانو پر داسې مهال په افغانستان کې خپل وسله وال کیمپېن ته زور ورکړی دی چې هغه هېواد د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو ته تیاری نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG