د لاسرسي ځای

په هرات کې پر هندي قونسلګرۍ ټول بريد کوونکي وژل شوي دي


افغان پوليس وايي، په هرات ولايت کې يې د هند پر قونسلګرۍ په درنو وسلو سنبال ټول بريد کوونکي تر اوږدې جګړې وروسته وژلي دي.

افغان پوليس وايي، په هرات ولايت کې يې د هند پر قونسلګرۍ په درنو وسلو سنبال ټول بريد کوونکي تر اوږدې جګړې وروسته وژلي دي. د ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون لږ تر لږه څلورو وسله والو نن سهار د هند پر قونسلګرۍ برید وکړی چې په اتومات وسلو او راکټونو سنبال ول.


د هرات د پولیسو مشر عبدالسمیع قطره وايي، د قونسلګرۍ په ودانۍ کې ټول کارکونکي خوندي دي. په بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

بلخوا د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند سيد اکبرالدين هم ويلي چې د دوی ټوله سفارتي عمله خوندې ده.

((زه تاسو ته تاييدوم چې په هرات کونسلګرۍ کې ټول هندوستانيان خوندې دي. د بهرنيو چارو د سېکرټري شجات سنګ په ګډون ټول مشر ډپلوماټان حالت څاري او له خپلو افغان سيالانو سره په پرلپسې تماس کې دي.))

نوي ډیلي تر دې مخکې د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان کې پر هندي اهدافو په بریدونو تورنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG