د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سیګۍ پل د جوړولو کار پیل شو


د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د سیګۍ لوی پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي او ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ به ولري د نږدې ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې.

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د سیګۍ لوی پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي او ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ به ولري د نږدې ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې.


د نوموړي پل لګښت د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیايي بودجې څخه ورکول کیږي، چې ودانیزې چارې به يې د دوو کالونو په موده کې بشپړې شي.

د شمل خوړ د کال په ټولو وختونو په ځانګړي ډول باراني موسمونو کې ډېرې اوبه لري او خلک د سیلاوونو د راوتلو پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.

هرکله چې بارانونه او توفانونه کیږي، نو د دې پراخې سیمې اوسیدونکي په ساعتونو او حتا په ورځو، ورځو منتطر پاتې کیږي، تر څو دوی ته د پورې کېدو زمینه برابره شي، په دې خوړ باندې ډېر کله خلک د خپلو محلي امکاناتو نه په استفادې ساده غوندې پلونه تړي او بیا د تلونکو ګاډو نه پرې پیسې اخلي.

ځايي خلکو تل د دې مهم پل د جوړیدو غوښتنه کوله، چې بالاخره د خوست د سیمه ییزې ادارې په هلو ځلو د فواید عامې وزارت د انکشافي بودجې څخه يې فنډ ترلاسه او د جوړولو کارونه يې پیل شول.

خوست والي د سیګۍ پل د کار د پرانیستې په مراسمو کې په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د دې پروژې په پلي کیدلو سره به د سیمه والو ډېری ستونزې هوارې شي:

((د سيګۍ پُل ١٤٠متره اوږدوالۍ او ٨ متره عرض لري، چې د اته پنځوس ميليونه ،اوه لکه ،څلوروېشت زره ،څلور سوه ،شپېته افغانيو په ارزښت سره د ټولګټو چارو وزارت په مالي تمويل سره جوړيږي، چې په دوه کالونو کې به يې د جوړيدو چارې بشپړې شي، خوست ښار به له تڼيو ولسوالۍ او په ټوله کچه خوست ولايت به د پکتيکا ولايت سره هم وصل شي او د يادو سيمې خلک به په اسانۍ سره وکولى شي خوست ښارته تګ او راتګ وکړي او ټولې هغه ستونزې به هوارې شي چې د تڼيو ولسوالۍ ميړني اوسيدونکي ورسره مخامخ وو.))

دتڼيو ولسوالۍ قومي مشر جان محمد د خلکو په استازيتوب له ولايتي ادارې مننه وکړه، چې د تڼيو ولسوالۍ د اوسیدونکو غوښتنو ته يې مثبت ځواب ووایه او د يادې ولسوالۍ دخلکو يوه مهمه غوښتنه يې پوره کړه.

هغه تیارۍ څرګند کړ، چې یاده پروژه به د خلکو د ملاتړ له کبله په ښه او سوله ییزه فضاه کې بشپړه شي.

د یادونې وړ ده په خوست کې په ټولیزه توګه د خوړونو په امتداد کې د پلونو نه شتون یوه پخوانۍ او اساسي ستونزه ده، چې خلکو په تېره یوه لسیزه کې يې اړتیا په بیلابیلو ډولونو چارواکو ته مخې ته کړې، خو لا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.
XS
SM
MD
LG