د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې اداري فساد ولې زیات دی؟


د شفافیت نړیوالې ادارې (یا ټرانسپیرنسي انټرنیشنل) په تازه رپورټ کې ویل شوي دي چې د پراخې درغلۍ له کبله په جنوبي اسیايي هېوادونو کې د اقتصادي ودې ګټې شتمنو ته رسېږي.


د شفافیت نړیوالې ادارې (یا ټرانسپیرنسي انټرنیشنل) په تازه رپورټ کې ویل شوي دي چې د پراخې درغلۍ له کبله په جنوبي اسیايي هېوادونو کې د اقتصادي ودې ګټې شتمنو ته رسېږي. په دې رپورټ کې د هند، پاکستان، بنګلادېش، نیپال، مالدیپ او سري لنکا د دولتونو مختلفې څانګې او په هغوی کې د درغلۍ کچ په اړه څېړنه شوې ده.


رپورټ وايي، په هغو هېوادونو کې ډېر داسې بندیزونه دي چې د درغلۍ د مخنیوي هلې ځلې شنډوي.

پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د درغلۍ لاملونه څه دي؟

په اسلام اباد کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، لومړی په پاکستان کې نظام نشته، دویم په هغه هېواد کې د حکومتدارۍ نظام د شتمنو او اثر و رسوخ لرونکو خلکو په لاس کې دی او درېیم دا چې په پاکستان کې د احتساب سم نظام نشته.

د شفافیت نړیوالې ادارې رپورټ وايي، په جنوبي اسیايي هېوادونو کې د درغلۍ له کبله اقتصادي وده د بې وزلۍ یا غربت کچ نشي کمولای. له ډاکترې عایشې صدیقې مې پوښتنه وکړه چې ایا په پاکستان هم اداري فساد د غربت کمولو په لار کې خنډ دی؟

نوموړې وویل داسې نه ده. د دې په اند د حکومتدارۍ ناسم نظام په هغه هېواد کې بې وزلۍ ته دوام ورکوي:

((ښکاره خبره ده چې خرابه حکومتداري په پاکستان کې د غریبانو حالت ښه کېدو ته نه پرېږدي. خو [په یوه ټولنه کې] د درغلۍ موجودګي دا مانا نه لري چې غربت به دوام ومومي. زموږ په هېواد کې اداري فساد یو خوا ته کړه، اصلاً بې صلاحیتي یا د وړتیا نه شتون وژونکی دی.))

دا بې صلاحیتي ایا د قوانینو د نه شتون مانا ورکوي او که نه قوانین نه عملي کېږي چې په دومره پراخ کچ درغلي موجوده ده؟

په کواټ کې د قانوني چارو پوه او سیاستوال افتخار ګېلاني وايي، په پاکستان کې ستونزه دا ده چې د قانون عملي کوونکي کسان پخپله په اداري فساد کې ککړ دي.

د ده په اند په دې کسانو کې د پارلېمان غړي، بیوروکراسي او ان دا چې حکومتي مشران هم شامل دي.

افتخار ګېلاني وايي، په پاکستان کې د پارلېمان غړي او وزیران مالیه یا ټیکسونه نه ورکوي او دا هم اداري فساد یا درغلي ده.

خو ډاکتره عایشه صدیقه وايي، یوازې د پارلېمان وکیلان نه دي، بلکې پوځ، صنعت کاران، ځمکوال او ان د رسنیو مشران هم مالیې نه ورکوي.

د دې په اند، د پاکستان زیات انحصار پر بهرنیو مرستو او پیسو دی او همدا لامل دی چې د هېواد اقتصاد پخپله پیداواري نه دی:

((یوازې د پارلېمان غړي ولې یاد کړو؟ پوځیان چې ځمکه واخلي ټیکس نه ورکوي. د هغوی پر جایداد مالیه نه لګي. صنتعکاران [ټیکس] نه ورکوي، ځمکوال یې نه ورکوي، ټوله واکمنه او شتمنه طبقه چې پکې د رسنیو مشران هم شامل دي، مالیې نه ورکوي. او د مالیې نه ورکولو تر ټولو لویه وجه د پاکستاني دولت یا ریاست جوړښت دی. پاکستان اصلاً د انحصار په رنځ اخته دی. مانا دا چې تا ته چې له بهره پیسې راځي او خپله پیداوار هم نه کوې، نو په دې صورت کې یې په تا څه؟ ته به ولې ټیکس ورکوې؟))

پوهانو مشال راډيو ته وویل چې په پاکستان کې د درغلۍ د کمولو لپاره اړینه ده چې حکومتداري ښه وي او د احتساب یو منظم نظام موجود وي.
XS
SM
MD
LG