د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د مېډيا خپلمنځۍ لانجې خبریالان خطر ته اچولي


پاکستانی خبریال حامد میر چې په کراچۍ کې په ډزو کې زخمي شو نو د برید پړه یې پر ای اېس اې واچوله

پاکستانی خبریال حامد میر چې په کراچۍ کې په ډزو کې زخمي شو نو د برید پړه یې پر ای اېس اې واچوله

د پاکستان انساني حقونو کمیشن «ایچ ار سي پي» خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې د رسنیو ترمنځ روانې لانجې نه یوازې په دغه هیواد کې د خبریالانو ژوند او روزګار په خطر کې اچولی دی بلکې له دې څخه تندلارې ډلې هم مخ په پياوړي کېدو دي.


د پاکستان انساني حقونو کمیشن «ایچ ار سي پي» خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې د رسنیو ترمنځ روانې لانجې نه یوازې په دغه هیواد کې د خبریالانو ژوند او روزګار په خطر کې اچولی دی بلکې له دې څخه تندلارې ډلې هم مخ په پياوړي کېدو دي.


د چارشنبې په مازیګر په کراچۍ کې د پاکستان انساني حقونو کمیشن ، کراچۍ پریس کلب او مدني ټولنو د استازو په ګډه غونډه کې په پاکستاني رسنیو کې پر رامنځته شوي صورتحال اندېښنه وښودل شوه بلکې د دې صورتحال د ختمیدو په موخه د عملي ګامونو اخیستو پرېکړه هم وشوه.

په غونډه کې شریک د ایچ ار سي پي مرستیال مشر اقبال بټ مشال راډیو ته وویل:

«موږ، د لاسلیکونو یو کمپاین پېلوو چې څومره خلک د رسنیو ازادي غواړي، دغه شان د ازاد صحافت لپاره سیمینارونه جوړوو، په رسنیو د بندیزونو په خلاف نهره «احتجاجا خواړه نه خوړل» هم نیسو، دا زموږ لخوا د ازاد صحافت او جمهوریت لپاره عملي ګامونه دي، موږ په اوسني صورتحال نور چپ نشو پاته کیدلی»

د ایچ ار سي پي مشره زهره یوسف وايي، دا مهال خبریالان نورو خبریالانو ته مورچه شوي دي چې له کبله یې په سیمو کې بوختو خبریالانو ژوند ته اچولی دی:

«زهره یوسف وایي، د پاکستان غمیزه دا ده چې دلته که پر یو چا د توهین رسالت تور ولګول شي، که هغه سم وي یا ناسم، د هغه سړي سر ته خطر راڅېرمه کوي ، په اوسني صورتحال کې خو په پوره ګروپ دغه تور لګول شوی دی او په دې توګه ګڼ خبریالان د ژوند له خطر سره مخامخ دي »

په غونډه کې شریک سینئر صحافي ډاکتر توصیف احمدان خان له مشال راډیو سره په خبرو د ریاستي ادارې او میډیا ترمنځ شورو شوی تاو تریخوالی په پاکستان کې د جمهوريت لپاره زیانمن وباله او زیاته یې کړه:

«دا اوله ځل دی چې حکومت کمزوری دی او پوځي ایسټېبلیشمېنټ د ټي وي چېنل جیو د بندولو په ذریعه نورې رسنۍ کمزوری کول غواړي، زما په خیال په اصل کې د رسنیو کمزوري کولو مقصد، جمهوري نظام د خپل ځان تابع کول دي او دا ډېره خطرناکه خبره ده»

ډاکتر توصیف احمدخان زیاته کړه، سر له ننه د انساني حقونو کمیشن، د مدني ټولنو او د خبریالانو اتحادیې استازي د بیلا بیلو رسنیو له مالکانو او چارواکو سره د لیدنې کتنې لړۍ شورو کوي او په دې توګه هغوي ته دا وریادول غواړي که نن یو چینل بند شي سبا کیدای شي ستاسو وار راشي.

د هغه په وینا په پاکستان جمهوریت پلوه ډلې اوسني صورتحال په تشویش کې اچولي دي او دوی پوره پوره کوښښ کوي چې د دې بحران حلولو په لړ کې خپل رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG