د لاسرسي ځای

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د موسیقي یوه مېله شوې وه چې ورته د پښتنو هنرمندانو له ډلې یوازې یو بینډ یا د موسیقۍ ډله (خماریان) وربلل شوي ول.

د پېښور هنرمندانو له دې مېلې ځکه ګیله کړې ده چې ولې یې د پښتنو نومیالیو هنرمندانو ته د ورتګ بلنه نه وه ورکړې.

البته د موسیقۍ د دې مېلې انتظام کوونکي دریځ لري چې دوی دا ځل وخت نه درلود چې د پښتو ژبې نومیالي هنرمندان مېلې ته دعوت کړي.

د دوی په اند، یوازې يې هڅه وکړه چې د پېنډۍ او اسلام اباد هنرمندانو ته زیاته موقع ورکړي او د خماریان بینډ کار هلته اوسېدونکو لیدلی او خوښ کړی دی.

په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
XS
SM
MD
LG