د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو له نوي کمیشنه هیلې


د خیبر پښتونخوا ګورنر په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره یو کمیشن جوړ کړی، چې دغه به د قبایلو د تعلیمي ، معاشي او سیاسي پرمختګ لپاره لومړی اصلاحات جوړوي، او د ګورنر د منظورۍ وروستو به پرې کار پېلېږي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره یو کمیشن جوړ کړی، چې دغه به د قبایلو د تعلیمي ، معاشي او سیاسي پرمختګ لپاره لومړی اصلاحات جوړوي، او د ګورنر د منظورۍ وروستو به پرې کار پېلېږي.


د خیبر بښتونخوا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره یو نوی کمیشن جوړ کړی ، دغه کمیشن به په راروانو لسو میاشتو کې خپل رپوټ جوړوي. دغه کمیشن به لومړی د قبایلو په موجوده مسلو کار کوي، بیا به د پرمختګ د نورو منصوبو لپاره کار کوي، چې د راروانو ۲۵ و کالونو پورې به دوام لري.

«د دغه کمیشن یو غړي مسرت قدیم وایي، اقتصاد او تعلیم مو په لومړیتوب کې دي. او دا به د ځوان کول لپاره به د تعلیم او روزګار خبره کوو. دا له یوه بل سره لازم وملزوم دي. »

فاټا ریفامز کمیشن وایي د دغه کمیشن لخوا د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو په جوړولو کې به قبایلي سیمو غږ اوریدل کیږي، او د هغه ټولو ادارو سره به هم خبرې کیږي ، چې د فاټا د پرمختګ لپاره کار کوي.

مسرت قدیم وایي یوه تر ټولو مهمه او لومړی مسله د بې کوره شوو خلکو ده. دوی به تر ټولو لومړی د دغه خلکو د مسلو ، په کیمپونو کې دوی ته بنیادی ضرورتونو ورکولو او د دوی د ستنیدلو لپاره کار کوي.

«په موجوده وخت کې بې کوره شوو خلکو ته اسانتیاوې برابروو، د دوی د سرپنا بندوبست کوو. د ستنېدو انتظام یې کوو. او ښځو ته یې خاصه پاملرنه کوو. د هغوی د ګڼو ستونزو تر څنګ تحفظ یو له مهمو هغو دی.»

د پیښور هایي کورټ پخوانی جج میا اجمل وایي د دې کمیشن اهداف په دریو برخو کې ویشل شوي دي، او دوی هیله مند دي ، دا به د قبایلو د مسلو یو حل راوباسي، ځکه چې د دغې کار ډیر پراخه دی.

«په کرهڼه، تعلیم، معاشي پرمختګ لپاره کار کوو. د دوی اهداف په درو برخو کې وېشل شوې. یو دا چې سمدستې ستونزې، بل لنډمهالې او دریم اوږدمهالې ستونزې دي. زه دا کمیشن د پخوانیو داسې جوړو شوو کمېټیانو نو ځکه ښه ګڼم چې دوی د قبایلو ټولو مسلو ته پام کړی. اوسنی ګورنر د اصولو سړی دی او زما په خیال به دی دا کار سر ته ورسوي.«

د دغه کمیشن مشري د صوبې پخوانی چیف سیکټري اعجاز قریشی کوي. دغه کمیشن به د مختصر او اوږدې مودې لپاره د اصلاحاتو په اړه رپوټ لومړی ګورنر ته وړاندې کوي، او بیا په دغه کار پیلیږي.

مسرت قدیم وایي دغه کمیشن به په قبایلي سیمو کې د سکولونو په جوړولو هم کار کوي.
په دې تیرو کالونو کې په فاټا کې ګڼ شمیر سکولونه د وسلوالو لخوا تباه کړل شوي دي، او له دې سره په ځینو برخو لکه شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۲م کال راهیسې په پولیو څاڅکو هم بندیز لګول شوی دی.
XS
SM
MD
LG