د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلطانزوی د غني، او جمیل کرزي د عبدالله ملاتړ اعلان کړ


په دویم پړاو انتخاباتو کې د کاندیدانو ملاتړ په لړکې دا ځل د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو کاندید داود سلطانزوی د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

په دویم پړاو انتخاباتو کې د کاندیدانو ملاتړ په لړ کې دا ځل د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو کاندید داود سلطانزوی د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

په همدې ورځ په کابل کې د ځوانانو د ملي پیوستون ګوند مشر جمیل کرزي د دویم پړاو انتخاباتو د بل کاندید عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ.

دواړو کاندیدانو به جلاجلا غونډو کې له رسنیو سره خبرې کړي او دا ډول ملاتړونه یې د ځان په ګټه بللي.

که څه هم د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د کمپاین پیل ته څو ساعته پاته دي، خو په کابل کې د چارشنبې پر ورځ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملاتړ لپاره دوې غونډې جوړې شوې.

د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو کاندید دواد سلطانزوی د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ او وېي ویل، چې دغه پریکړه یې د هېواد ملي ګټو ته په کتو کړې ده:

″هدف د افغانستان د خلکو او د ولس سوکالي او پرمختګ او له ظلم، فساد، استبداد او له بې عدالتۍ د دوی ژغورنه او د دې اهدافو لپاره هغسې یو ولسمشر وټاکل شي، چې دې اهدافو ته موږ نږدې کړي.″


اشرف غني احمدزي هم د سلطانزوی د دې اقدام هرکلۍ وکړ او نوموړی یې یو مبتکر شخصیت وباله.

اشرف غني وویل، چې د سلطانزوی دا اقدام د ده د ټیم په ګټه دی او بریالیتوب ته به یې نږدې کړي.

د ولسي جرګې پخواني غړي داود سلطانزوی په لومړي پړاو انتخاباتو کې ۳۰۶۸۵ رایې ګټلې وې، چې په اتو کاندیدانو کې یې اوم مقام خپل کړی وو.

په یوه بله جلا غونډه کې بیا د ځوانانو د ملي پیوستون ګوند مشرجمیل کرزي د جمهوري ریاست د دویم پړاو په انتخاباتو کې د نوماند عبدالله عبدالله اعلان کړ.

جمیل کرزي وویل، چې په دې اقدام سره یې د هېواد د ملي یووالي پر لور یو ګام کېښود او پردیو ته یې وښودله، چې افغانان یو موټي دي:

″زه له دغه دریځه د افغانستان د ځوانانو ملي پیوستون له ټولو غړو هیله کوم، چې په دې پړاو کې د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ملا ور وتړي، هغو اجنبیانو ته، چې غواړي د افغانستان په قومونو کې بې اتفاقي راولي او غواړي موږ بیا سره بېل کړي، هغوی ته زه غږ کوم، چې اې وروره، دلته موږ موجود یو، ډیر اصیل افغانان موجود دي او موږ به تا هېڅکله پرې نږدو، چې ته د افغانانو یووالي او ملي وحدت ته صدمه ورسوې.″

ډاکتر عبدالله عبدالله هم هیله وښوده، چې له دې سره به هغه سازشونه تر یوه حد شنډ شي، چې د افغانانو د بې اتفاقۍ لپاره د بهرنیانو لخوا جوړ شوي.

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د لومړي پړاو دوو کاندیدانو زلمي رسول او محمد شفیق ګل آغا شیرزي هم له عبدالله عبدالله سره خپل ملاتړ وښود.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد بیا څه موده وړاندې له اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ وښود.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلو استازو مشال راډیو ته وویل، چې دواړه ډلې په دې هڅه کې دي، چې د ځینو نورو سیاسي څیرو او ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې پر ورځ د جوزا په لومړۍ نیټه د دویم پړاو انتخاباتو د کمپاین بهیر پیلیږي او د همدې میاشتې تر یوویشتمې پورې دوام کوي.

ټاکل شوې د جوزا په څلوریشتمه نیټه د افغانستان د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخابات ترسره شي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل
XS
SM
MD
LG