د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له بېلتونپالو بلوڅانو سره مو رابطه نه ده کامیابه شوې'


د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال. ۲۰م مې ۲۰۱۴
د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال. ۲۰م مې ۲۰۱۴

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ يو واري بیا ويلي، د بلوچستان ټولې ستونځې له جمهوري لارې هوارېدلای شي. او پر وسله والو بلوڅو يې هم ږغ کړی چې د ټوپک پر ځای دي د پارلیماني سیاست له لارې د بلوڅو ستونځې هوارې کړي.


د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ يو واري بیا ويلي، د بلوچستان ټولې ستونځې له جمهوري لارې هوارېدلای شي. او پر وسله والو بلوڅو يې هم ږغ کړی چې د ټوپک پر ځای دي د پارلیماني سیاست له لارې د بلوڅو ستونځې هوارې کړي.


ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان اسمبلۍ تر غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له ټولو هغو بلوڅ ملتپالو سره په تماس کې دی، چې لا هم د پارلیماني سیاست پر ځای وسله واله مبارزه کوي. ډاکتر بلوچ وايي، د بلوڅو ستونځې د ټوپک له لارې نه، بلکې له جمهوري لارې هوارېدلای شي.

خو د ده په خبره تراوسه پورې چې يې له ناراضه بلوڅو سره څومره هم رابطې شوې، کامیابه شوی نه دی.

؛ د بلوڅو او بلوچستان دا وخت ضرورت دا دی، چې موږ ټول يو شو، او د ډيموکراسۍ له لارې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړو. او د دې ملک د ايين ځننه خپل قامي شناخت او د خپلو وسايلو لپاره جدوجهد وکړو. د همدې لپاره زه له ناراضه بلوڅو سره په تماس کې یم. خو تراوسه پورې ما خاص کومه کاميابي ترلاسه کړې نه ده؛.

د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د بلوچستان ګوادر بندر صوبايي حکومت پوځ ته حواله کړی، او له امنيت سره سره يې ټولې چارې پاکستاني پوځ ته حواله کړې، مالک بلوڅ يې په ځواب کې وویل، په دې کې هيڅ حقیقت نشته.

؛ د ګوادر د امنيت واګې ټولې له صوبايي حکومت سره دي. او که خدای کول له صوبايي حکومت سره به وي. که کله په کوم ځای کې د ملیشه ځواکونو يا نورو سرتېرو ضرورت محسوس شو، نو هغه به موږ ګورو. لاکن وزیراعظم نواز شریف ویل، چې ډېر شيان به د پوځ لوی درستیز خپله ګوري. لاکن د دې هېڅکله هم دا مطلب نه دی، چې هر څه دي پوځ ته حواله کړو؛.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ تر واک اخیستلو وروسته ویلي وو، چې د ۲۰۱۳ م عیسوي کال په ډيسمبر مياشت کې به د بلوچستان د ټولو ستونځو د ختمولو لپاره ټول ګوندیز کنفرانس راغواړي، چې په کې به بېلتون غوښتونکي بلوڅ سیاستوال هم ګډون کوي. خو تراوسه پورې دا ټول ګوندیز کنفرانس لاهم رابلل شوی نه دی.
XS
SM
MD
LG