د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: تربت کې د يوې کورنۍ شپږ تنه په ډزو وژل شوي


د بلوچستان د بلوڅ مېشتې کېچ په دشت کوډان سیمه کې نامالومه وسله والو د يوې کورنۍ شپږ تنه په ډزو وژلي او په تېښته کې بریالي شوي دي.

د بلوچستان د بلوڅ مېشتې کېچ په دشت کوډان سیمه کې نامالومه وسله والو د يوې کورنۍ شپږ تنه په ډزو وژلي او په تېښته کې بریالي شوي دي. د سیمې لیويز وايي، پلټنې يې پېل کړې دي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې دا کسان په کوم تور ووژل شوو.


د بلوچستان له بلوڅ مېشتې تربت سيمې سره څېرمه د کېچ په دشت کوډان سیمه کې د ځايي سرکاري چارواکو په خبره نامالومه وسله والو د يوې کورنۍ شپږ تنه وژلي او په تېښته کې بریالي شوي دي. د کېچ ډپټي کمشنر ممتازعلي د ټيلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل، پېښه د چارشنبې په سهار په چوټ کلي شوې، چېري چې درې بریدکوونکي د ماسټر حميد په نامه د يوه تن کور ته ورننوتي، د کور په وګړيو يې ناتاره ډزي کړې، او د يوې کورنۍ شپږ تنه يې وژلي دي.

؛ ددې کلي نوم چوټ دی او د دشت کوډان سیمه ده. چېري چې وسله والو په ډزو شپږ تنه ووژل. وژل شوي ټول د همدې ځای اوسېدونکي دي. تر اوسه پورې په پلټنو کې ذاتي دښمني لږ زیاته ښکاري؛.

د ممتاز علي په خبره تر پلټنو وروسته به بیا دا څرګنده شي، چې دا کسان په کوم تور ووژل شوو. هلته د همدې سیمې لیوي چارواکي بیا وايي، ټول لوړ پوړي چارواکي يې د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړې دي. د لیوي سرتېري هم وايي، تر اوسه ددې پېښې اصل لامل څرګند نه دی.

تربت، کېچ او له يادو سیمو سره څېرمه بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د بلوچستان تر بلې هرې سیمې زیاته فعاله دي. چې هغوي بیا په همدې سیمو کې هغه کسان په نخښه کوي، چې د له سرکار سره کار کوي. خو د رپوټ تر بشپړېدو پورې دې وسله والو ډلو هم ددې پېښې په اړه هيڅ ویلي نه دي.
XS
SM
MD
LG