د لاسرسي ځای

تازه خبر

"رياستي ادارې مو ماشومان زده کړې ته نه پرېږدي"


د ځايي ولس په وينا د بلوچستان په بلوڅ مېشته پنجګور سيمه کې د تيرې يوې مياشتې راهيسې تر هغه وروسته شخصي ښوونځي وتړل شول کله چې يوې مذهبي سختدريځې وسله واله ډلې د يو ښوونځي د مشر موټر ته اور ورواچوی او نورو ته يې دړکه ورکړل چې د نجونو او هلکانو شخصي ښوونځي دې نورې بند کړي.

د ځايي ولس په وينا د بلوچستان په بلوڅ مېشته پنجګور سيمه کې د تيرې يوې مياشتې راهيسې تر هغه وروسته شخصي ښوونځي وتړل شول کله چې يوې مذهبي سختدريځې وسله واله ډلې د يو ښوونځي د مشر موټر ته اور ورواچوی او نورو ته يې دړکه ورکړل چې د نجونو او هلکانو شخصي ښوونځي دې نورې بند کړي.


د پنجګور يو ځايي اوسېدونکی او د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل ډلي) يو مشر غړی نذير احمد بلوڅ وايي چې حکومتي ښوونځي او هلته شته معيار وار د مخه لا د نيشت برابر وو او اوس شخصي شوونځي هم وتړل شول. نوموړی د دې تور د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی اېس آی پورې کوي.

((که چيرې سکولونه ول نو همدغه شخصي سکولونه ول چيرې چې به ښه زده کړه او ښه نظم و. اوس تاسو ګورئ چې دوی وسله والې ډلې ته د مذهبي جماعت نوم ورکوي خو د پنجګور ټولو مذهبي جماعتونو په ښکاره دا وويل چې زموږ له دې سره هيڅ تعلق نشته او موږ د دې عمل غندنه کوو. که چيرې څه کيږي نو زه دره وايم چې دا آی اېس آی لخوا د هغه د فرمان پر اساس کيږي)).

په پنجګور کې په زوره د شخصي سکولونو د تړلو او پر ولس د تعليم دروازې د بندولو په ضد د دوشنبې په ورځ يوه مظاهره وشوه چې د ښځو او ماشومانو په شمول په ګڼ شمېر کې کسانو ګډون پکې کړی و. ځايي ولس د مظاهرې د ګډونوالو شمېر په زرګونو کې يادوي او د پنجګور د تاريخ تر ټولو لويه مظاهره يې ګڼي. نذير بلوڅ زياتوي چې د سيمې غريب خلکو د خپلو شتمنيو په خرڅولو سره د خپلو ماشومانو لپاره د تعليم زمينه برابره کړې وه خو د ده په وينا رياستي ادارې د ځوانانو تر تښتولو او غورځولو وروسته اوس پر ماشومانو د تعليم لاره هم بنده کړه.

((رياستي ادارو زموږ مشران او نور خلک وتښتول او بيا يې وغورځول. اوس دوی دا رويه خپله کړې ده چې د دې خلکو ماشومان به هم تعليم ته نه پرېږدو. دوی به مخکې ويل چې تاسو ته په ګوادر کې نوکرۍ نه درکوو ځکه تاسو تعليم نلرئ. اوس چې موږ خپلې چرګې وپلورلې او د خرما او غنمو فصلونه مو خرڅ کړل او په ماشومانو مو تعليم پيل کړی نو اوس وايي چې موږ يې زده کړې ته نه پرېږدو)).

په دې اړه مو د ځينو شخصي سکولونو د مشرانو د نظر اخستلو هڅه وکړه خو بريالی نشو. دا چې د شخصي سکولونو د بيا پرانستلو او د شته وسله والې ډلې په ضد ولي حکومت تر اوسه څه نه دې کړي؟ د بلوچستان د کورنيو چارو سېکرټري اکبر حسېن درانی وايي چې د سيمې د شخصي ښوونځيو اتحاديه هم په دې کړکېچ کې لاس لري خو دوی ځواک او کړنلاره جوړه کړې او په دوو درو ورځو کې به دننه په دې کار کې د ککړ عناصرو په ضد اقدام وکړي.

((د پنجګور ډپټي کمشنر، د پوليس مشر، د تعليم محکمه، موږ ټولو د هغو کسانو د نيولو لپاره يو ځواک ګمارلی دی او موږ به انشاءالله په څو ورځو کې کوښښ کوو چې د شخصي سکولونو د تنظيم او د دې وسله والو خلکو خلاف به پوره کاروايي کوو او دوی به ګرفتاره کوو. موږ ډېر هيله من يو چې موږ به د دوی مخه نيسو)).

بلوچستان صوبه وار د مخه لا د پاکستان د نورو صوبو په پرتله په تعليم کې تر شاه پاته ده چيرې چې د تعليمي حالت د ۲۰۱۳م کال د سروې له مخې اوس هم له درو څخه تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکې څه باندې ۸۰ فيصده ماشومان له ښوونځيو بهر دي او په مجموعي ډول د تعليم شرح يوازې د ۵۰ فيصده شاوخوا ده.
XS
SM
MD
LG