د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ولسمشر پوټین سره د حامد کرزي لیدنه مهمه ده"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د چین په شانګهای کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په درشل کې د روسیې له ولسمشر سره ګوري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د چین په شانګهای کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په درشل کې د روسیې له ولسمشر سره ګوري.

افغان چارواکي دغه غونډه مهمه ګڼي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته وویل، چې د روسیي له جمهور رییس سره د حامد کرزي لیدنه مهمه ده او د هغې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او یو لړ سیمه ییزو مسایلو په هکله خبرې کیږي:

″د دې ترڅنګ ولسمشر حامد کرزی د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره ګوري، چې په هغه کې به د ډیرو مهمو ملاقاتونو څخه د ښاغلي ولسمشر حامد کرزي ملاقات د روسیي د جمهور رییس ښاغلی ویلادیمیر پوټین سره وي چې دغه ملاقات ډیر مهم ملاقات دی او په دې کې به هم د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه او د ځینو نورو مسایلو په هکله خبرې وشي.″


د افغانستان ولسمشر په داسې مهال د روسیي له ولسمشر سره ګوري چې د اوکراین د کړکیچ له امله د مسکو او لویدیځ اړیکي خړې پړې شوي دي.

افغانستان د هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې د مسکو له خوا له روسیي سره د کریمیا د ټاپو وزمې د یوځای کولو ملاتړ یي کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د روسیي جمهور رییس ویلادیمیرپوټین د ایران، چین، مغلستان له جمهور رییسانو او د عراق له وزیراعظم سره هم وګوري.

سره له دې چې افغان چارواکي د حامد کرزي او ویلادیمیر پوټین لیدنه مهمه ګڼي، خو په مسکو کې افغان کارپوه فاروق فردا په دې نظر دی، چې دغه لیدنه په عملي برخه کې ځکه دومره مهمه نه ده چې د حامد کرزی د واکمني دوره مخ په ختمیدو ده:

″دغه لیدنه مهمه ځکه ده چې روسیه اوس د یوه ابر قدرت په توګه د افغانستان غونډې د یوه هېواد له جمهور رییس سره ګوري نو ځکه دغه لیدنه افغان چارواکو ته اهمیت لري، خو که د فیصلو او توافقاتو له کبله چې ښاغلی کرزی له ښاغلي پوتین سره کوم توافق ته رسیږي په افغانستان کې به عملي جنبه ونه لري، ځکه چې په واک کې د کرزي اخري ورځې دي، نو د ده ټول قراردادونه به د راتلونکي منتخب جمهور رییس لپاره د منلو وړ نه وي .دی غواړي په راتلونکي حکومت کې خپل حضور پوټین ته تلقین کړي.″

د افغانستان ولسمشر د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو دسازمان د مشرانوپه غونډه کې ګډون لپاره چې سبا پيلیږي د چین شانګهای تللی دی.

د افغانستان ولسمشر د چین له مشرانو سره هم لیدلي دي . د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني، د جمهور رییس د دفتر مشر کریم خرم او د جمهوري ریاست ویاند له حامد کرزی سره د دغه څلور ورځني سفر ملګري دي.
XS
SM
MD
LG