د لاسرسي ځای

"په ننګرهار کې ۱۶تنه وسله وال ته مرک ژوبله اوښتې “


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو شمیر وسله وال وژل شوي او ژوبل دي.

د دې ولایت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي وياند حضرت حسين مشرقیوال مشال ریډیو ته نن (سېشنبه) سهار وويل پرون د ننګرهار په چپلیار او پچير و اګام ولسواليو کې افغان ګډو ځواکونو عمليات تر سره کړي چې په نتيجه کې يې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

مشرقيوال وايي چې د دغه عملياتو په ترڅ کې يې د چپرهار ولسوالۍ اړوند کنډي باغ او خان کلي کې دوه امنيتي پوستې هم قایمې کړي دی.

د يادو عملياتو په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا د کونړ ولایت امینتې چارواکي وايې چې په تیرو 24 ساعتونو کې د پاکستان لخوا 27 توغندي د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ ویشتل شوې دي.

د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیل نن سهار مشال ريډیو ته وویل چې په دې حملو کې 4 کورنه نړیدلي خو چاه ته په کې مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان له اړخه په دې هکله څه نه دې ویل شوي.
XS
SM
MD
LG