د لاسرسي ځای

'امریکا وايي، نور د واکسینونو ورکولو په لړ کې جاسوسي نه کوي'


لیسا موناکو د ولسمشر براک اوباما د ترهګرۍ ضد مبارزې سلاکاره

لیسا موناکو د ولسمشر براک اوباما د ترهګرۍ ضد مبارزې سلاکاره

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، د سپینې ماڼۍ یو لوپوړي چارواکي ژمنه کړې ده چې د امریکا استخباراتي اداره سي ای اې به د جاسوسي عملیاتو لپاره نور د واکسینونو پروګرام نه کاروي.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، د سپینې ماڼۍ یو لوپوړي چارواکي ژمنه کړې ده چې د امریکا استخباراتي اداره سي ای اې به د جاسوسي عملیاتو لپاره نور د واکسینونو پروګرام نه کاروي.


اژانس لیکي، لیسا موناکو چې د امریکايي ولسمشر براک اوباما د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې یوه لوړپوړې سلاکاره ده، تېره اونۍ يې د نړۍ دیارلسو طبي ادارو ته لیکلي دي چې سي ای اې پر دې رضا شوې ده چې راتلونکې کې به د استخباراتي مقصدونه لپاره نور د واکسینونو له پروګرامه او کارکوونکو کار نه اخلي.

د دغه عامه طبي ښوونیز مرکزونو مشران په هغو روغتیايي چارواکو کې شامل دي چې د سي ای اې د واکسینونو پروګرام په کارولو یې هغه وخت په څرګنده ډول نیوکې کړې وې، کله چې مېډیا دا معامله په ډاګه کړه او پاکستان ډاکټر شکیل اپرېدی د سي ای اې لپاره د یوه کارکوونکې په تور ونیولی.

ډاکټر شکیل اپرېدی په اېبټ اباد کې د زېړي ناروغۍ پر ضد واکسین ورکولو کمپاین ترسره کړی وو او د سي اي اې په ملاتړ یې د ماشومانو د ډي اېن اې نمونې راغونډې کړې وې. دا هغه سیمه ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د امریکايي ځواکونو په برید کې اسامه بن لادن پکې وژل شوی وو.

ډاکټر شکیل اپرېدي ته د پاکستان په قبایلي سیمو کې یوه سرکاري عدالت د ۳۳ کالونو د قید سزا واورول ، دغه سزا ورسته لږه کمه کړل شوه او اوس هم ډاکټر شکیل اپرېدی له عدالتي کاروایانو سره مخامخ دي.

په ۲۰۱۲م کال کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې د ګڼو روغتیايي کارکونکو له وژنې وروسته د ګوزڼ ضد مهم ځنډولی وو. وسله وال طالبان د صحت پر کارکونکو دا تور لګوي چې هغوی د امریکا لپاره جاسوسي کوي.

د عامه روغتیايي ښوونیز مرکزونو مشرانو ته پر شپاړلسم مې په یوه استول شوي لیک کې لیسا موناکو ویلي دي چې امریکا په نړیواله توګه د ګوزڼ د له مینځه وړلو او د تل لپاره د ګوزڼ وایرس خپرویدو د مخنیوي د هڅو سخت ملاتړ کوي.

د سي ای اې ویاند ډین بویاډ ویلي دي چې د سي ای اې مشر جان برنین د صحت د ادارو لخوا راپورته شوې اندیښنې سنجیده اخیستې او پرېکنده ګامونه يې پورته کړي دي.

تیره اونۍ د پاکستان صحت وزارت اعلان کړی دی، هر هغه پاکستانی چې له هیواده بهر سفر کوي ، باید تر تلو وړاندې یې د ګوزڼ ضد څاڅکي اخیستي وي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او، پاکستان، شام او کیمرون هغه هیوادونه ګرځولي دي چې د دوی په خبره دغه هیوادونو له خپلو پولو بهر هم د ګوزڼ وایرس د خپریدو مخنیوي نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG