د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې۲۱ تنه وسله وال وژل شوي، ژوبل شوي او نيول شوي دي


چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات شوی دي چې پکې يو ويشت تنه وسله وال وژل شوي، ژوبل شوي او ژوندي نيول شوي دي

چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات شوی دي چې پکې يو ويشت تنه وسله وال وژل شوي، ژوبل شوي او ژوندي نيول شوي دي. په دغو عملياتو کې سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه عمليات د اندړو ولسوالۍ په جوی چهار او جوی يک سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد شوي دي چې پکې اته تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

په دې سربېره، په دغو عملياتو کې اته تنه نور وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندرې قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، دغه عمليات ملي اردو پرون پر پيل کړي وو او نن پای ته رسېدلي دي.

دی وايي، په عملياتو کې عامو وګړو او سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی دی.

د سلطاني په خبره، د عملياتو پر مهال د وسله والو وسلې، چاودېدونکي توکي او موټرسايکلونو هم سرتېرو ته ورپاتې شوې دي.

"د اندړو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د ملي اردو سرتېرو عمليات کړي دي چې پکې اته تنه وسله وال ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول. په دې سربېره په دغو عملياتو کې اته تنه نور وسله وال ژوند نيول شوي دي او څلور موټر سايکلونه يې سرتېرو ته ورپاتې شوي دي."


دوه ورځې وړاندې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې هم پر طالبانو خپل ماين ورچاودېدلی وو چې پکې نهه تنه وسله وال وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG