د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران د شام د جګړې لپاره افغانان لېږي”


افغان چارواکي د هغه رپوټونو پلټنې کوي چې وايي، ایران په شام کې جګړې لپاره په زرګونه افغانان ګماري.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اتوار پر ورځ وویل، په تهران کې یې خپلې سفارتخانې ته ذمه واري سپارلې چې د دغو ادعاوو حقیقت مالوم وکړي.

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې وال سټریټ ژونال د روانې میاشتې پر پنځلسمه نېټه رپورټ ورکړی،چې وايي په شام کې د بشارلاسد ځواکونو په ملاتړ کې د جنګیدلو لپاره ایران افغان کډوالو ته د میاشتې ۵۰۰ ډالره تنخا او په ایران کې د ژوند کولو پېشکش کړی دی.

ایران د شام له حکومت سره نزدې اړیکې لري. په دغه رپورټ کې ویل شوي په شام کې وژل شوو څلورو افغانانو د جنازې او ښخولو مراسم تیره اونۍ د ایران په مشهد ښار کې ترسره شو.

افغان حکومت ویلي، شام ته د جګړې لپاره د افغان کډوالو استول د دوی د حقونو خلاف ورزي ده. دې لړ کې د افغانستان سېنېټ له خپله حکومته د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG