د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په اړه اندیښنې


د افغانستان د انتخاباتو چارواکو ویلي په هیواد کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راتلونکي دویم پړاو پرمهال به امینت تر ټولو لویه ننګونه وي،د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه تر سره کېږي.

د افغانستان انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر یوسف نورستاني د دوشنبې پر ورځ وویل دوی حکومت ته ویلي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره دې د دوه چنده ضروري امنیتي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه، د دې انتخاباتو د ګډوډولو لپاره ممکنه ده چې وسله والو ته د ښه موسم لوجې د بریدونو موقع په لاس ورشي.
نورستاني داهم وویل، چې د لیرې پرتو سیمو لپاره انتخاباتي عمله ګمارل یوه بله ستونزه ده.

د اپریل پر پنځمه نېټه د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د وسله والو طالبانو د دړکو باوجود خوا اوشا اویا لکه افغانانو رایې اچولې وې. په راتلونکو ولسمشریزه انتخاباتو کې به د دوومخکشو امیدوارانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ سیالي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG