د لاسرسي ځای

' په بلوچستان کې د وچکالۍ حل د ډېمونو جوړول '


د بلوچستان د پښتنې سیمې ګلستان یو وچ باغ

د بلوچستان د پښتنې سیمې ګلستان یو وچ باغ

په بلوچستان کې تر اوسه پنځه څلوېښت لکه ثمرداره ونې وچې شوې دي ، درې زره پنځه سوه اوویشت ټیوب وېلونه او دوه زره اووه سوه اووه پنځوس کارېږونه وچ شوي دي.

پراګ: په بلوچستان کې د کلونو له وچکالۍ وروسته سږکال د بارانونو لړۍ پیل شوې ده. وچکالۍ ځپلي کروندګر وايي چې حکومت دي د دوی په سیمو کې باراني اوبو ته بندونه یا ډېمونه جوړ کړي چې د زراعت لپاره د اوبو ستونزه هواره شي. د زراعتي چارو کارپوه وايي چې په ټوله صوبه او په خاصه توګه پښتنه سیمه کې د ډېمونو جوړولو نه یوازې ډېره اړتیا ده بلکې هلته داسې لوی شمېر ځایونه هم شته چې ډېمونه پرې جوړل کړل شي.

بلوچستان او په خاصه توګه د دې صوبې پښتنه سیمه داسې ده چې زیاتره خلک یې د غرونو په منځ یا ناوو کې ژوند کوي او د امدن لویه وسیله یې زمینداري ده.

خو په دې سیمو کې له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهسې د وچکالۍ له کبله د اوبو سطح ډېره کښته شوې ده او له دې سره د سیمې زراعت ته په پراخه کچه زیان رسېدلی دی.
ډ بلوچستان د کروندګرو د سازمان جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازی

ډ بلوچستان د کروندګرو د سازمان جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازی

د بلوچستان د کروندګرو سازمان وايي ، د اوبو د نیشت والي له کبله د دوی تر دولس اربه زیات نقصان شوی دی.

د یاد سازمان جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازي مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې تر اوسه پنځه څلوېښت لکه ثمرداره ونې وچې شوې دي ، درې زره پنځه سوه اوویشت ټیوب وېلونه او دوه زره اووه سوه اووه پنځوس کارېږونه وچ شوي دي.

عبدالرحمان بازي د وچکالۍ له کبله د زیاتو ځپل شوو سیمو په اړه وویل ً په پښتنه سیمه کې زیارت ، قلعه عبدالله ، پښین ، لورالايي ، موساخېل ، ږوب کوټه او داسې نورې ټولې سیمې ډېرې ځپل شوې دي. په بلوڅ مېشتو سیمو کې قلات ، مستونګ او خضدار هم ډېر متاثره شوي ديً.

عبدالرحمان بازي وویل چې په صوبه کې درې اویا باراني خوړونه دي چې هر کال پکې دولس نیم میلیونه ایکړه فټه اوبه ضایع کېږي. د بازي په وینا ، ډېمونه جوړول د دې ستونزې د هوارولو یوازېنۍ لاره ده.

هغه وویل ً که چېري دا اوبه زېرمه شي او ډېمونه پرې جوړ شي نو دا تر دوه تربېله ډېمه هم زیاتې اوبه خوندي کېدای شي. او دا کار ټول په دوه سوه اربه روپۍ ممکن دیً.

عبدالرحمان بازي زیاته کړه چې ً له دې سره به په ماحولیاتو کې بدلون راشي ، ځنګلونو ، زراعت او مالدارو (څاروي لرونکو) ته به یې هم فایده وي. او له موږ سره به هر وخت دولس میلیونه ایکړه فټه اوبه وي. له دې سره به ډېر زرغون انقلاب راشي.ً
د زراعتي چارو کارپوه قاسم کاکړ

د زراعتي چارو کارپوه قاسم کاکړ

د بلوچستان د پښتنې سیمې کروندګر وايي چې هلته د اوبو سطح پخوا سل فټه لاندې وه او اوس شاوخوا زر فټه کښته شوې ده.

د زراعتي چارو کارپوه قاسم کاکړ وايي ، که حکومت د باراني اوبو د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي نو په یو څو کلونو کې به په صوبه کې د اوبو کښته شوې سطح بیرته راپورته شي.

هغه وویل ً زموږ وطن غرییز دی او چې باران وشي نو اوبه ډېر ژر هوارو سیمو ته راځي. که حکومت دا شلې (ناوونه) وتړي نو په راتلونکو درو ، څلورو او یا پنځو کلونو کې د اوبو دا سطح په ډېره اسانه توګه راپورته کېدای شيً.

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان د پښتنې سیمې په کومو برخو کې د ډېمونو جوړولو ګنجایش شته؟

قاسم کاکړ د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً دا سیمه د باران له پلوه په دوو برخو وېشلې ده. په موساخېل ، شېراني ، ږوب ، نیمه لورالايي او نیمه قلعه سېف الله کې په اوړي کې زیات باران وي کوم ته چې په سیمه ییزه توګه د وسي باران هم وايي. بل د ژمي باران دی کوم چې په قلعه عبدالله ، پښین ، کوټه او زیارت کې کيږي. نو په ټوله پښتنه سیمه کې د ډېمونو جوړولو اړتیا دهً.

د بلوچستان د پرمختګ او پلان جوړونې وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی

د بلوچستان د پرمختګ او پلان جوړونې وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی

​د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختګ له وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي څخه مي وپوښتل چې صوبايي حکومت د ولس د دې ستونزې د هواري لپاره څه کړي دي؟

ډاکټر حامد خان اڅکزي وویل چې د صوبې د پرمختګ ټوله بودیجه له څلوېښتو تر دوه څلوېښتو اربه روپیو ده او په دې کې دوی دومره لویې پروژې نه شي ترسره کولای. خو د ده په وینا ، دا مسله یې د پاکستان تر وفاقي حکومته رسولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې ً موږ د وزیراعلی له لارې ، د ګورنر له لارې او هم داسې د اتحادي ګوندونو لکه مسلم لیګ (ن) ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نشنل پارټۍ له لارې تر وزیراعظم نوازشریف پورې دا مسله هم په لیکلې بڼه او هم په خوله رسولې دهً.

ډاکټر حامد خان اڅکزي وویل ً هغوی له موږ سره پخوا هم وعدې کړې دي خو عمل یې نه دی ورباندې کړی خو دا ځل موږ ورته ولاړ یو چې دا کار په وکړوً.

د بلوچستان د کروندګرو جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازي وویل چې د صوبې کروندګر یو پلو وچکالۍ ځپلي دي او بل پلو د پاکستان زرعي بېنک هم هیڅ مرسته نه ده ورسره کړې.

هغه وویل چې یاد بېنک په پنجاب چې د پنجاب صوبې له کروندګرو سره کومې مرستې کوي هغه یې د بلوچستان له کروندګرو سره نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG