د لاسرسي ځای

ننګرهار: صنعتي پارکونه لا هم برېښنا نه لري


د ننګرهار صنعتي پارکونه

د ننګرهار صنعتي پارکونه

ننګرهار سوداګر د صنعتي پارکونو د کارخانو سپارلو په لار کې امنيت او د برېښنا نشتوالی لوی خنډونه ګڼي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د درو صنعتي پارکونو( انډسټريل ايريا) لپاره ځايونه بيل شوي چې يو يې په کې د روداتو ولسوالۍ اړوند حصار شاهي صنعتي پارک دی چې تر ډېره حده يې بنيادي کارونه تر سره شوي خو د نه برېښنا له امله په کې تر اوسه کارخانې نه دي جوړې شوې.


په تېرو کلونو کې د افغانستان سوداګرۍ وزارت د پانګه والو له ملاتړ ادارې «ايسا» سره په ګډه په ننګرهار کې صنعتي پارکونه پرانیستل چې د جلال اباد ښار لويې او وړې شخصي کارخانې په يوه مرکز کې راټولې کړي، له همدې امله يې په شېخ مصري کې دوه او په حصار شاهي کې يو صنعتي پارک پرانیست چې ځينو سوداګرو ته يې د کارخانو لپاره د ځمکو اسنادونه هم ورکړل. خو لا تر اوسه په کې يوه کارخانه هم نه ده جوړه شوې.


د ننګرهار سوداګر د صنعتي پارکونو د کارخانو سپارلو په لار کې امنيت او د برېښنا نشتوالی لوی خنډونه ګڼي.

په ننګرهار کې د تېلي نباتاتو د چڼولو «پروسس» د کارخانې يو مسوول انجيیېر محمد قاسم يوسفي مشال راډيو ته وويل:

« د شېخ مصري پارک د سرک ستونزه لري، د امنيت ستونزه ده او د برېښنا ستونزه ده. د برېښنا ستونزه موږ د رياست برېښنا وزارت سره تر يو حده مخته وړې خو تر اوسه لا خلاصه شوې نه ده. د حصاري شاهي صنعتي پارک چې دی، هغه يوازې د برېښنا ستونزه لري، سرکونه او د کاناليزيشن مسله يې حل ده. يو بل صنعتي پارک چې د قالينو دی، او په شېخ مصري کمپ کې دی، هغه بيا هېڅ شی نه لري. د دغه سهولتونو نه ايجاد باعث د دې ګرځېدلی چې هلته صنعتي کارخانې فعالې شي.»

د ننګرهار د اصنافو اتحاديې مشر ډاکټر مخلص بيا د کارخانو د ځمکو لوړه بيه او د برېښنا نيشتوالی د کارخانه دارو په وړاندې سترې ننګونې وبللې.

« دوی بايد په لومړي قدم کې د کارخانو لپاره رايګان (وړيا) دغه ځمکې توزيع کړې وې تر څو دلته صنعت ته انکشاف ورکړل شوي او بشري قواوو ته د کار زمينه برابره شي. ولې په دې باندې په ډيره لوړه پيمانه جريب په څلويښت زره ډالره قيمت ايښي چې دا د کارخانه دارو د اقتصادي توانه ليرې ده او اقتصادي زيربينا چې برېښنا دی، هلته تر اوسه برېښنا نه دی وړل شوی.»

د برېښنا ستونزو د له منځه وړلو په باب د ننګرهار برېښنا شرکت ريس انجينر محب الرحمن مومند وايي چې دوی به د يو اېس اې ای ډي په مرسته په راتلونکو دوه کلونو کې واتوانيږي چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه اواره کړي.

« د ۱۰۳ ميلونو ډالرو په ارزښت به په ننګرهار کې يوه پروژه عملي کيږي چې يو سب سټيشن به جوړيږي چې دغه مرکزي سب سټيشن به کونړ ته هم برېښنا ورکوي، لغمان ته به هم برېښنا ورکوي او له هغې نه به ۹۰ ميګاواټه برېښنا چې يو سب سټيشن موږ لرو په حصارشاهي صنعتي پارک کې، هلته به انتقاليږي، ۴۰ ميګاواټه يې د فعلاٌ لپاره په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په دوران کې حصارشاهي پارک ته ورکول کيږي او نوره به يې د يو ايس ای ای دي، دا شرط دا دی چې د برېښنا شرکت له لارې به هغه موجود ولسوالۍ چې د تورخم په لاره پرتې دي، چې تعداد يې اوه ولسواليو ته رسيږي دوی ته به ورکول کيږي.»

ننګرهار چې يو ګڼ ميشته ولايت دی، د اړتيا وړ توکي ورته ډيره برخه له پاکستان څخه راوړل کيږي. د ننګرهار سوداګر وايي چې که حکومت د کارخانه لرونکو ستونزې ورکمې کړي، دوی کولای شي چې د خپلو کارخانو د فعاليت له امله په ننګرهار سربيره نورو ولایتونو ته هم خپل توليدات وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG