د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو هوډ لري


فایل فوټو
فایل فوټو
د ايشيا ټايمز مجلې په ليکنه کې راغلي، د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د سخت مقاومت تر شا د دوی هغه ستراتيژي کارفرما ده چې د دې هېواد خلکو، په تېره د پښتني سيمو اوسيدونکو ته يې د خپلې خبرې رسولو لپاره خپله کړې ده.

ليکنه زياتوي، د افغانستان په جګړه کې ښکېل بهرني ځواکونه که څه هم په پرمختلليو وسايلو سنبال دي، خو طالبان، د دې لپاره چې د افغانانو پر ژوند او د هغوی پر کلتور او تاريخ خبر دي، د دغه هېواد د شخړې د پر مخ بيولو لارې ټاکي.

افغان طالبانو له پخوا راهيسې دا خبره درک کړې چې د افغانستان په جګړه کې د دوی بريا همدغه ده چې ځانونه پکې ښکېل وساتي.

همدا وجه ده چې دوی داسې بريدونه کوي چې بهرنيو ځواکونو ته زيات تاوان رسوونکي نه وي، خو د جګړې د ستراتېژۍ له پلوه مهم وي.

ليکنه زياتوي، طالبان له دې سره هېڅ سروکار نه لري چې د نړۍ خلک، په تېره هغه چې مسلمانان نه دي، د دوی د نظريې او کار په اړه څه وايي. يوازينۍ فکټور چې دوی فکر کوي، د افغانستان د جګړې په ګټلو کې له دوی سره مرسته کولی شي، د افغانانو، په تېره د پښتنو ملاتړ تر لاسه کول دي.

طالبانو د همدې مقصد تر لاسه کولو لپاره له ځايي خلکو سره د اړيکو ساتلو او د پراپيګنډې خپرولو يوه کمپاين تر لاس لاندې نيولی دی.

د دې په مقابل کې ايساف او امريکايي ځواکونو بيا د عام افغانانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره ډېر څه نه دي کړي. دې ځواکونو، که څه هم د ولسي مرګ ژوبلې کمولو په برخه کې زيات کار کړی، خو د افغانانو له ژبې او کلتور سره بيا ډېره اشنايي نه لري.

ليکنه زياتوي، له هغه وخت راهيسې چې د طالبانو د کوټې شوری په وجود کې راغلې، دوی د مخابراتو او پراپيګنډې يوه غښتلی نظام جوړ کړی دی.

طالبان خپله يوه ويب پاڼه لري، چې په پينځو بېلا بېلو ژبو کې يې چلوي. دغه راز پر اډيو کيسټونو او وېډيو سي ډي ګانو هم خپل پيغامونه خپروي.

ليکنه کاږي، د افغانستان ډېری خلک، په تېره د هېواد د جنوبي سيمو هغه، چيرته چې د ليکنې تر مخه طالبان زيات نفوذ لري، بې سواده دي.

افغانانو هم د تاريخ په اوږدو کې ، د نړۍ د يو شمېر نورو روايتي ټولنو د وګړو په څېر، د مالوماتو د يوه نسل نه بل ته د رسولو لپاره شاعري کارولې ده.

طالبانو دغه لرغونی دود راخيستی او د ځانګړيو شعرونو او ترانو په جوړولو او پر ايف ايم راډيوګانو د خپرولو له لارې د افغانستان په جګړه کې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د يوې مهمې وسلې په توګه کار ترې اخلي.
XS
SM
MD
LG