د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په کراچۍ کې منګولې ښخول غواړي


فایل فوټو
فایل فوټو

بيزنيس ويک مجلې کراچۍ کې د طالبانو د شتون په اړه مقاله ليکلي او وايي چې دغه وسله وال غواړي د پاکستان په دې لوی ښار کې تر ډيره پورې پاتې شي. دغلته د امنيت بهالولو لپاره امنيتي ځواکونه عمليات هم کوي خو ډيره کاميابي يې نه ليدل کيږي. د ليکوال په خبره په همدې حال کې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره د روغې جوړې مذاکرات کوي چې هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.


بيزنيس ويک لیکي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ډير زيان ليدلی او دغلته بيلابيلې وسله والې ډلې مخې ته راغلي چې د دې ملک ګڼ وګړي او امنيتي ځواکونه يې وژلي. د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي خو ترهګر يوازې تر غريزو سيمو محدود نه دي.

طالب وسله واله د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې له خلکو پيسي اخلي او د هغوی ژوند ګواښي. د عوامي نيشنل ګوند يو غړي امان الله محسود بيزنيس ويک ته ويلي چې د دې ښار په شل فیصده برخه د طالبانو کنټرول دی خو د کراچۍ د پوليسو مشر شاهد حيات نه مني چې په دومره ډيره سيمه دې د وسله والو واک وي خو زياته کړي يې ده چې د وسلو کاروباريانو، د نشه يي موادو قاچاقبرانو يا سمګلرانو او تښتوونکو ټولو د طالبانو سره لاس يو کړی. د هغه په خبره ډيره ګډ وډي ده.

بيزنيس ويک ليکي يو بل سره د وسله والو د همکارۍ او ملګرتيا له وجې کراچۍ په داسې يو ځای بدله شوي چې هيڅوک پکې محفوظه نه دي. له وړو کاروباريانو څخه تر غټو سوداګرو پورې ټولو لږ يا ډير زيان ليدلی. د پاکستان د انساني حقونو ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې کراچۍ کې يوولس زره کسان وژل شوي.

په مقاله کې راغلي چې د دې هر سره سره بيا هم دغلته کاروبار روان دی. د سمندر په غاړه پرته کراچۍ د پاکستان د کلني آمدن پنځوس فيصده يعنې نيمايي برخه برابروي. ليکوال وايي دلته د پيسه دارو او غريبو خلکو ترمنځ لوی فرق ليدلی کيږي. له ۲۰۰۸ کال وروسته له قبايلي سيمو څخه خوا او شا يو ميلونه خلک د پوځي عملياتو او جګړو له وجې کراچۍ ته کډه شوي دي. دا خلک اکثره د يوې کوټې په کورونو کې اوسيږي ، خو پیسه لرونکي خلک په کليفټن او ډيفينس کالونيانو کې د ميليونونو ډالرو په لګښت جوړو شویو کورونو کې ژوند کوي. کراچۍ کې لا وار دمخه د پښتنو او اردو ژبو ويوونکو ترمنځ اختلافات موجود وو خو له قبايلي سيمو څخه د خلکو کډه کېدو سره دا اوس نور ډير شوي.

بيزنيس ويک مجله ليکي په داسې حال کې چې طالبان کراچۍ کې د اوږده وخت لپاره د پاتې کېدو او کړنو اراده لري، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات شروع کړي او حکومت د طالبانو له ۳۰۰ څخه ۱۹ قيديان هم ورخوشي کړي خو خبرو تر دې دمه کومه نتيجه نه ده ورکړي.
XS
SM
MD
LG