د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې نهه وسله وال په خپل ماین وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو
دافغانستان د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې پر طالب وسله والو باندې خپل ماين ورچاودېدلی دی چې پکې نهه تنه وسله وال وژل شوي دي. پېښه د اب بند ولسوالۍ په لنډوخېلو سيمه کې داتوار په سهار رامنځ ته شوې ده.

د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، يوه ډله وسله والو نن په اب بند ولسوالۍ کې ماينونه جوړول چې دغه وخت يو ماين چاودېدلی دی او نهه تنه يې وژلي دي.په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو يو قومندان هم شامل دی.

سلطاني وايي، په دې سربېره، درې تنه نور وسله وال بيا د ملي اردو سرتېرو په همدغه ولسوالۍ کې په يوه نښته کې وژلي دي.

"د طالبانو د خپل ماين په يوه چاودنه کې چې نن سهار د اب بند ولسوالۍ په لنډو خېلو سيمه کې شوې ده، نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او دې ته ورته بيا په همدغه ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالب وسله والو تر منځ په يوه نښته کې هم درې تنه وسله وال وژل شوی دي."

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دی ويلي.تېره ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د هوايي ځواک په يوه بريد کې يوولس تنه وسله وال وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG