د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: مزدوران له بې روګازۍ سرټکوي


د جلال اباد ښار مزدوران
د جلال اباد ښار مزدوران

د جلال اباد ښار ته څيرمه د سرک په غاړه هره ورځ په سلګونه تنه ځوانان د ورځ مزدورۍ په خاطر راټوليږي، چې اکثرو ته يې په ټوله ورځ کې هم کار پيدا نه شي او ناهيلي کورونو ته ستنيږي. دوی له حکومت نه غواړي چې د کارموقعې ورته برابرې کړي.

دغه مزدوران چې د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک نه تر مخابراتو چوک پورې د دوه سرکونو پر منځ له سهاره تر مازيګره ناست وي، هر تيريدونکي موټر ته په دې خاطر ورګوري چې ګوندې په مزدورۍ به يې وېسي.

دوی وايي حکومت له پکار دي چې کارخانې جوړې کړي او بې روزګارو ته د کار موقع برابره کړي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې اميد دی، د ده بالا ولسوالۍ هسکې مينې نه راغلی يم. يو نه راواخله او بل نه راواخله، ځان باندې را اړوو، موږ وايو ځه که چيرته مو کار ولګي، هغه چې راشو کار نه وي، موږ له خپل دولت نه غواړو چې دا څومره بې روزګاره خلک چې دي، دې ته څه پروژې جوړې کړي، کارخانې ورته جوړې کړي. دا چې بې کاري وي، امنيت هم ورسره خرابيږي، چې مجبوره شوې وروره، سوال به کوې، غلا به کوې، قتل به کوې.»

يو بل تن هم له بې روزګارۍ سرټکوي او وايي چې له پينځو میاشتو راهيسې يې په پور کولو ژوند تير کړی. دی هم له حکومت نه غواړي چې د بې روزګارۍ د مخنيوي په خاطر دې مزدورانو ته کارخانې جوړي کړی شي.

« نوم مې خاورې عارف خان دی د خوګياڼو د مملې اوسيدونکي يم. پينځه مياشتې کيږي چې له يو بل نه را اخلم، د مریضانو لپاره يې هم را اخلم، قرضداری شوی يم، بچي مې هم واړه واړه دي. څه وکړو، مجبوره يو چې يا سرکه ته ووځو، يا د چا ګريوانه ته لاس واچوو. حکومت خپله موږ له بې عزتۍ سره مخ کوي، يو کارخانه دې په دې غونډ افغانستان کې راوښيي چې يو سل کسه پکې په کار بوخت وي. که چيرته دا زموږ حکومت وی، زموږ د عزت او ناموس، حيا او لوږې پوښتنه به يې کړې وه. »

بلخوا د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالحکيم شیرزاد په ننګرهار کې د نفوذو ډيروالی او د کار د تجربې نه لرل د بې زوګارۍ لاملونه ګڼي.

« يو خو دلته په طبعي شکل باندې نفوذو زياتوالی کړی دی، ورسره هغه راستنيدونکي چې له پاکستان نه راغلي، په سلو کې اتيا فیصده چې دي په همدې ولايت کې ميشت دي. زموږ کارګران د کار هغه ظرفيتونو چې په کار وي په کافي اندازه دوی نه لري. په همدې خاطر دوی ته د کارموقع محدوده ده چې اکثر وخت دوی بې کاره پاتې کيږي.»

شیرزاد زیاتوي چې په تير کال کې يې تر دوه نيمو زرو تنو پورې کاريګر په مسلکي زده کړو سمبال کړي او سږکال په پلان کې لري چې د کار د ظرفيتونو د لوړولو خاطر په شل جریبه ځمکه يو انستتيوت جوړ کړي چې خلکو ته په کې د کار مهارتونه ور وښيي او ټولنې ته يې د خدمت لپاره وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG