د لاسرسي ځای

د افغانستان د فاع وزارت مخالفو وسله والو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي


ظاهر عظیمي

ظاهر عظیمي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېره يوه اونۍ کې د ډيورنډ د کرښې په اوږدو کې د وسلوالو کسانو خوزښتونه زيات شوي دي.

د دې وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي په دغو خوزښتونو کې په خپله د دولت مخالفو ”تروريستانو“ ته زيات زيان اوښتى دى:

”دغو خوزښتونو تروريستانو ته ډېر درانه تلفات واړول. په حقيقت کې دوى ته درنه ضربه ورکړل شوه. د دوى وتلي او مهم قوماندانان ووژل شول. د دغو تحرکاتو زياتېدل داسې يو حرکت و، چې د ګټې پرځاى د دغو وسلوالو په زيان و.“

افغان امنيتي چارواکي وايي د افغانستان پر ختيځو سرحدي پوستو په وروستيو ورځو کې بريدونه زيات شوي دي.

تر دې مخکې د کونړ چارواکو ادعا کړې وه چې د پاکستان له خاورې پر ځينو ولسواليو توغندي لګېدلي او خلکو ته يې زيانونه اړولي دي.

دغه راز راپورونه وايي د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيانو ډيورند کرښې ته څېرمه د تاسيساتو جوړول درولي دي.

XS
SM
MD
LG