د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومند او باجوړ کې امنیتي پېښو کې یو مړ نهه ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د مومند ايجنسۍ په ساپو تحصيل کې د اتوار په ورځ د سړک د غاړي په بمي چاودنه کې د خاصه دار فورس يو سرتيری وژل شوی او درې نور کسان زخميان شوی دي.

د ساپو تحصیل نائب تحصیلدار معراج خان مشال راډیو ته وويل چی په چمرکنډ سیمه کې خاصه دار د معمول په ګشت وو چې د سړک غاړې بمي چاودنه پري وشوه.

د چاودنې په نتيجه کې د خاصه دار فورس یو سرتيری وژل شوی او دري نور کسان ژوبل شوی دي.

بلخواد باجوړ ایجنسۍ په رشکۍ خار تحصیل کې د لیویز فورس په ګرځنده ډلي د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه شوی چی په کې د کوارټر ماسټر ( ټولي مشر ) ګلزار خان په شمول ۶ د لیویز سرتيري ژوبل شوي دي.

په چاودنه کې په لاره تیریدونکې يوه زنانه هم زخمي شوې ده. ددغو دواړو پيښو ذمه وار چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG