د شمالي وزېرستان په داتا خيلو کې پرون د سیلاب اوبو يو کور نړولی چې د يوې کورنۍ ۹ کسان پکې مړه شوي دي.
په دې پیښه کې دوه ماشومان زخمیان شوې هم دي. چارواکو بيګا ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د تحصیل داتا خېل تور تنګی سېمه کي دا پيښه رامنځ ته شوې ده.
د سيمي يو اوسيدونکي حکمت الله مشال راډيو ته د دي پيښي په اړه وويل : د سیلاب اوبو ددې ترڅنګ خلکو ته مالي زیان هم اړولی دی. سیلابونو فصلونه او زرخیزې زمکې هم لاهو کړي دي.
د یادې سیمې خلک وايي حکومت دې د سیلاب نه د ژغورلو لپاره دوی ته حفاظتي پشتې ولګوي. په یاده سیمه کې تر دې وړاندې هم سیلابونه راغلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.